لیکنېمقالی اوتبصرې

نوی سفر د ډيپلوماتیکو اړیکو بیا پیل..!

افغانستان په منځنۍ آسیا کې د جغرافیې له لحاظه غوره موقعیت لري، افغانستان د آسیا زړه بلل کېږي نو حتما د منځنۍ آسیا سیمې هېوادونه تل د افغانستان په تړاؤ غونډې جوړوي او خپې دیپلوماتیکې هڅې کوي تر څو د سیمې له دې مهمي جغرافیې سره اړیکي تل نارمل حالت کې وساتي ځکه دوئ پوهېږي که چیرې اړیکې نارمل نه وي نو حتمی به اقتصاد او تجارت کې خنډونه او موانع موجود وي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ له څه باندي څلور میاشتني ځنډ وروسته نن د بهرنیو چارو وزیر م.امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته سفر وکړ او هلته یې د سیمې د خارجه وزیرانو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د افغانستان په تړاؤ جوړه شوې وه، د غونډې په لومړنیو څنډو کې یې د چین او ایران د له بهرنیو چارو وزیرانو سره وکتل او په سیمه کې پر ثبات، اقتصادي راکړې ورکړې او په افغانستان کې پر امنیت خبرې وشوې د سیمې هېوادونو ته به دغسې سفرونه او اسلامي امارت پر دیپلوماتیکو اړیکو ژور اغېز ولري او خپلمنځۍ اړیکې به لا هم قوي شي او د افغانستان په اړه چې کومې ننګونې دي او منفي افکار دي هغه به حل شي؛ چې دا به پر کې پر تجارت، اقتصاد، اوپر تجارتي راکړه ورکړه به هم مثبت اغېز ولري، ځکه چې د اسلامي امارت سیاست اقتصاد محوره دی، اقتصاد محوره په دې معنا چې اسلامي امارت په دې قائل دی چې هم نورو ته ګټه ورسوي او هم له نورو ګټه پورته کړي، اقتصاد محوره په دې معنا چې افغانستان د آسیا زړه دی په سیمه کې غوره موقعیت لري، اسلامي امارت غواړي چې افغانستان د سیمې د وصل او اقتصاد په مرکز بدل کړي.
او اسلامي امارت به د سیمي هیوادونو مشرانو ته په ډاګه کړي چې د اسلامي امارت سیاست متوازن سیاست دی، ځکه د نړۍ د ټولو هیوادونو سره خصوصاً د سیمې هیوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.
او دا سفر به نورو سفرونو او نورو لاسته راوړو نو ته لاره هواره کړي، زه ددې غونډې جوړولو ته ځکه خوشبین یم چې په دې غونډه کې د منځنۍ آسیا تر ټولو قوي هیواد او په نړۍ کې د اقتصاد له لحاظه یو قوي قوت چین دی، هم ګډون کوي چې دا به له چین سره پر اقتصادي راکړه ورکړه او افغانستان کې پر اقتصادي پروژو، د ورېښمو پر لاره او افغانستان پر اقتصادي څلور لارې بحث وکړي چې دا به د افغانستان پر اقتصاد او د افغانۍ پر ثبات ژور او مثبت اغېز ولري.
دا سفر به هغه کنګل مات کړي چې په تېرو څو میاشتو کې رامنځته شوی و او نورو سفرونو ته به لاره هواره کړي او دا زنځېري کړۍ به لا هم پرله پسې دوام ومومي.
اسلامي امارت به په د سیمې هیوادونو ته دا پېغام ورکوی چې موږ د مشترک برخلیک لپاره ککړې هڅې کو او دا هر څه به په ګډه مخي ته وړو. نو دا سفر به پر نېک پالۍ نیسو او د ښو لاسته راوړنو سره به ورته سترګي په لار شو.

لیکنه؛ حمزه الیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *