مقالی اوتبصرې

نو چې دغه مسئوليت پر چا دی؟

په حکومتي ادارو کې هره ورځ د کارمندانو او مجاهدينو سره لانجې وي، مګر کله چې خبره تر رئيس پورې و رسېږي، نو مجاهد ملامت او کارمند مظلوم وبلل شي او بيا نو مجاهد ته وايي،چې: هله ژرکوه! بښنه ترې وغواړه! کنه نو بندي کوو دې! نو (چې مجاهد په کې محکومېږي د دې مسئوليت به چا ته راجع وي؟
هر وزير دوه دری مشاورين لري؛ نو که يې دا وزير تېر ايست، غلطه مشوره يې ورکړه او زيان ملت ته واوښت، نو دغه مسئوليت به بيا پر چا وي؟ نن چې زموږ وزير، معين، رئيس، آمر او مدير هره پاڼه مسئولو مامورينو پسې ګرځوي (ځکه چې موږ تر اوسه خپل [امارتي] اداري سيستم نه لرو) او هغوی يې هم غلط پوهوي، چې نتيجتاً اداري کارونه ورځ تر بلې پېچلي کېږي او پردي کېږي، نو دغه مسئوليت پر چا دی؟
که يو چا په تېر جهاد کې ښه خوږه برخه اخيستي وي، کلکه قرباني يې ورکړې وي او نن په نظام کې يوه لوېشت ځای هم څوک نه ورکوي او د دغه مجاهد زړه آزار او الله پرې خفه شي ؛ نو راته ووايئ! چې د دغه کار مسئوليت به بيا چاته راجع کېږي؟
نن چې د لوړو بستونو لپاره دوکتورا، ماسټري، لسانس او لږ تر لږه بکلوريا سند اولويت ولري او د دندې لپاره سرې کرښې وبلل شي، نو دا خو يو مجاهد هم نه لري! ځکه چې ده غريب خو جهاد کولو، هېواد يې آزادولو او سپين قرآن يې له ځمکې پورته کولو، د همدې د قربانيو برکت و چې نن هر چاته اقتدار په لاس ورغی، نو که د دغه محکوم او خفه مجاهد پر حال خدای پاک هم په قهر شي او موږ ته کومه صدمه ورسېږي، نو چې دغه مسئوليت به بيا پر چا وي؟
که چېرې د حکومت اداري قوانين د سنګر پر ټولو مجاهدينو تطبيق شي، نو راته ووايئ! چې نظام به چا ته پاتې کېږي؟
که چېرې نن د بکلوريا سند، يا د دوولسم شهادت نامه د يوه مجاهد لپاره سور خط او مجاهد ته وويل شي چې تا خو مکتب نه دی لوستی! نو دغه مسئوليت پر چا
دی؟
که د کوم رئيس دفتر ته د سنګر يو ستړی مجاهد د يوې امضاء لپاره، پوره دوه ساعته انتظار وکړي او سکرتر يې د دغه مجاهد زارۍ لا نه آوري، رئيس صاحب يې د ننه په کاري دفتر کې جلسه!؟ لري ، خو چې کله راووزي نو وايي: رسميات ختم شول سبا راشئ ، نو چې دغه مسئوليت پر چا دی؟
يو وزير، قومندان، والي او حتی رئيس هم بکلوريا، ماسټري، دوکتورا او ځينې خو يې آن د مدرسو اسناد لا نه لري، خو دوی تر قوانينو مافوق دي اما د سنګر خړ پړ مجاهد (چې اوس هم د تېلو او مرميو پوروړی دی) اداري مامورينو ته يې په لاس ورکړی، چې تحصيلي قوانين پرې تطبيق کړي!!! نو رښتيا ووايئ! دغه مسئوليت پر چا دی؟ چا چې په تېرو شلو کلونو کې يوه ورځ هم دلته نه ده تېره کړې او هلته به يې ليلامي خرڅول، مګر نن رئيس دی او مجاهد لاهم خوار زار ګرځي! نو دغه مسئوليت پر چا
دی؟
پرون يې د تېلو پيسې نه لرلې او نن يې د دويمې او درېيمې ښځې تر څنګ کور هم واخيست، حج ته هم لاړ او هره شپږمه مياشت عمرې ته هم ځي آيا تر اوسه چا پوښتنه ترې کړې؟ چې د عوائدو سرچينه يې چېرې ده ؟ نو راته ووايئ! چې دغه مسئوليت پر چا دی؟

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *