سرمقالې

نړیوال به ډېر ژر د افغانستان واقعیتونه درک کړي!

 نړیوال به ډېر ژر په افغانستان کې هغه واقعیتونه درک کړی چې د افغان مؤمن او مجاهد ملت غوښتنه ده، دملت دغه غوښتنې چې تېر فاسد نظام د پلازمینې په چاپېریال کې نشوې عملې کولای. اسلامی امارت په ټول افغانستان کې عملې کړي، دبېلګې په توګه کابل دغلو په مرکز بدل شوی و اوهېچا په خپل جیب کې پخپلو روپو پلورل او اخیستل نشوکولای ، په خپل موبایل ګرځولو ډاډه نه وچې د ښار په منځ کې به يې موټر سایکل سپروله لاسه واخیست او سړی به حیران پاتی شو. اوس دغلو کچه صفر ته راټیټه شوې د زورواکۍ لړۍ پای ته ورسیده په داسې حال کې چې په تېر نظام کې یو والی د جمهور رئیس فرمان ته غاړه نه ایښوده ، نه پري د داخلي ځواکونو زور رسيده اونه هم دامريکايي او اروپايي متحدينو.
په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت تامین شوی هر هېواد وال کولای شي دهېواد هرولایت او هرګوډ ته ډاډه سفروکړي، له بده مرغه ځېنې ستونزې شته چې دتېر نظام اونړيوال استکبار دخپلو شومو موخو او اهدافو دلاسته راوړنې په موخه په افغانانو تحمیل کړی، لکه دځوانانو بهرنیو هېوادونو ته په جلب او د اسلامي امارت په خلاف پراخ رسنیز تبلیغات چې له واقعیتونو سره هيڅ اړخ نه لګوي په لار اچولي خودغه مذبوهانه هلې ځلې به هيڅ پایله ونلري او ډېر ژر به دنړۍ هېوادونه او ملتونه دافغانستان واقعیتونه درک کړي. اسلامي امارت ټول هغه شرائط پوره کړي چې نړیوال يې د رسمیت پيژندنې معيار بولې، په ټول هېواد حاکمیت، ډاډمن امنیت دجنګونو پای، دسولې تامین او داسي نور. افغانستان هغه هېواد ندی چې اقتصاد يې په نورو هېوادونوپوري تړلی وي، بلکې افغانستان د اسیا د زړه او تاج حیثیت لري که نړیوال استعماري او استکباري طاقتونه زموږ په هېواد کې له لاس وهنو لاس واخلي، موږ کولای شو ډېر ژر خپل هېواد دنړۍ له پرمختللی کاروان سره دسیالۍ جوګه کړو. افغانستان دمنځنۍ اسیا او اروپا سره دوصل په نقطه کې موقعیت لري، د مځکې لاندې ډول ډول د قیمتي کاڼو، سرو زرو، تيلو، ګازو، مالګې او نورو قيمتي ډبرو بې شمېره معدنونه لري خو دا نړيوال استکبار دی چې افغانان نه پرېږدي له خپلو ذخایرو ګټه واخلی. پدې وروستيوکې ځينو هېوادونو واقعيتونو درک کړي او غواړي له افغان حکومت سره دتعامل له لارې خپلې اړیکې پیاوړې کړي دبېلګې په توګه، چین، روسيې، ایران ، پاکستان ،قطر اوترکيې ته داسلامي امارت استازي ورپیژندل شوي اوسفارتي کارونه مخ ته وړي او زیات شمېر نور هېوادونه هم ليوال دي چې دتعامل له لارې داسلامي امارت سفارتي استازي په خپلو هېوادونو کې ومني. دمتحده عربی اماراتو يو پلاوي هم دامهال داسلامي امارت له چارواکو سره په ليدنو او کتنو بوخت دی چې ډېرژر به پدې برخه کې دنورو پرمختګونو شاهدان هم واوسو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *