اقتصاد او رغونه

نیمروز: کنګ ولسوالۍ کې د یوه پل رغنیزې چارې بیا پیل شوې

د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په سرشیله سیمه کې د یوه اوسپنیز ۳۰۰ متره کانکريټي پُل رغنیزې چارې د ورستیو بدلونونو له امله په ټپه درېدلي وې، د ټولګټو چارو وزارت د کلیو او لار جوړونې ملي پروګرام له خوا بېرته پیل شوې.
دا پُل چې ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري، د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په سرشیله سیمه کې، د زرنج – کنګ ولسوالۍ پر سړک، د هلمند سیند په فرعي ښاخ کې جوړېږي، چې د نیمروز مرکز زرنج ښار له کنګ ولسوالۍ سره نښلوي.
یاد پُل دواړو لورو ته ۳۴۰ متره اسفالټ سړک او ۴۰۰ متره محافظوي دېوال هم لري، چې رغنیزې چارې یې له وړاندې ۸۰ سلنه بشپړې شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *