افغانستان

هرات ښاروالي له ۷۰۰ میلیونو زیاتې افغانۍ پراختیايي پروژو ته ورکوي

د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت ښاروالۍ د عوایدو ریاست کارکونکو په ستاینغونډه کې د ښاروالۍ کړنو او د پراختیایي پروژو پلي کولو څخه ستاینه وکړه.
په دې غونډه کې شیخ اسلام جار وویل، چې له ۴۰ کلونو وروسته د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ساتل شوې امنیت ټینګ شوی او د انسان تښتونو پېښو په صفر کېدو سره اوس د هېواد بیارغولو لپاره زمینه برابره شوې ده.
ورته مهال د هرات ښاروالۍ د عوایدو رییس مولوي جمیل جواد په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۸۷۴ میلیون ۹۲۲ زره او ۲۴۵ افغانیو عوایدو راټولو خبر ورکړ.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې په روان کال کې یې له ۷۰۰ میلیونه افغانیو څخه زیاتې پیسې پراختیایي پروژو ته ځانګړې کړې دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *