افغانستان

هرات کې د ښځو له خوا د لاسي صنایعو اختریز بازار جوړ شوی

د کوچني اختر د را نږدې کېدو په درشل کې په هرات کې ځينو سوداګرو ښځو د خپلو لاسي صنایعو د پلور لپاره د «اختریز بازار» په نوم ځانګړی بازار جوړ کړی دی. دغه ښځې هیله‌منې دي چې د دغه بازار له جوړېدو سره به خلک د کورنیو تولیداتو پېرلو ته وهڅوي. ورته مهال د لوېدیځې حوزې د سوداګرۍ او صنایعو خونه، په هرات کې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو ښه والی هیله بښونکی ګڼي. وروستیو میاشتو کې هرات کې د ښځو لپاره د دوو ځانګړو بازارونو په فعالېدو سره، لسګونه ښځو او نجونو په دغه بازارونو کې هټۍ پرانیستې دي او سوداګریزو فعالیتونو ته یې مخه کړې ده. هرات کې ځينې سوداګرې مېرمنې او نجونې له دې امله چې وروستیو میاشتو کې یې کاروبار ښه شوی، خوشحاله دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *