افغانستان

هرات کې د ښځینه سوداګرو کاروبار زیات شوی

په هرات کې د ښځینه وو سوداګریزې چارې د پخوا په پرتله ښې شوې دي. ښځينه سوداګرې په څلورو ځانګړو بازارونو کې فعالیت کوي او اوس له هراته خپل لاسي صنایع بهر ته هم استوي. د لویدیځ زون د ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، څه باندې ۴۰۰ مېرمنې چې په کوچنیو او لویو کاروبارونو بوختې دي، له دوی سره ثبت او راجستر دي. په دې ولایت کې ډېری مېرمنې په غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو او د خوړو او خوږو په تولید بوختې دي. په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته په لومړي سر کې ښځینه سوداګرې له یو لړ ستونزو سره مخامخ وې، خو اوس دوی وايي، چې ستونزې یې په هوارېدو دي او چارو یې پرمختګ کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *