افغانستان

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې چارې پيلیږي

د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې په هرات کې به د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې کار ژر پیل شي. د دغه وزارت د سرپرست په وینا، یوه ترکي کمپنۍ په دې برخه کې پانګونه کوي. له بلې خوا د هرات اوسېدونکي د برېښنا د تولید د دغې پروژې له پيلېدو هرکلی کوي. د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د بادي برېښنا د تولید پروژې د پیل لپاره چمتووالی نیول شوی دی. د دوی په وینا د دې پروژې له پیلېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. اوسمهال د هرات د اړتیا وړ برېښنا له ایران او ترکمنستان څخه واردیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *