افغانستاناقتصاد او رغونه

هرات کې د 200 زره ډالرو په لګښت یو عمومي سړک په اساسي ډول رغول کېږي

شریعت: د هرات ولایت د کشک کهنه او ګلران ولسوالیو عمومي سړک په راتلونکي کال کې په اساسي ډول رغول کېږي.د هرات د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کشک کهنه او ګلران ولسوالیو عمومي سړک د سل کیلو مترو په اوږد والي د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په راتلونکي کال کې په اساسي ډول رغول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ را تګ ستونزې تر یوه بریده حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *