افغانستان

هرات کې ١٣٠٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

په هرات کې د سره صلیب کمېټې په مالي ملاتړ د اوبو رسولو د دوو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغو پروژو د پیل مراسمو کې د یاد ولایت د اوبو رسولو رئیس انجنير محمد نادر کاکړ وویل، چې دغه پروژې د سره صلیب کمېټې په مالي ملاتړ د ٢ زره ٩٨٠ مترو په اوږدوالي د هرات ښار په اوومه او اتمه ناحیه کې جوړېږي، چې پرمټ به یې ١٣٠٠ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره شي.
د کاکړ په وینا، په دغو پروژو کې د راتلونکو ٢٥ کلونو لپاره ټول معیارونو په پام کې نیول شوي، چې چارې به يې د يوې مياشتې په موده کې بشپړې شي.
ورته مهال د سيمې اوسېدونکو د دغو پروژو په پلي کولو خوښي وښوده او ويې ویل، چې له دې سره به یې د څښاک پاکو اوبو برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *