افغانستان

هرات کې ۶ داعشیان ووژل شول

د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۶ خوارجو د وژلو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند په رباط کابلي‌ها سیمه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۶ خوارج له منځه وړل شوي او یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی.
د مسوولینو په وینا، په دغو عملیاتو کې درې میله کلاشینکوفونه، پنځه میله تومانچې، یو دوربین او ۱۵ موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *