دینې لیکنېلیکنې

هغـه مشهـورې تاریخـي پېښې چـې رمـضـان (روژې میـاشـتې) کـې واقــع شـوې

دویمه برخه

۵ــ د رقیې بنت حسین وفات:
د رمضان له اهمو پېښو څخه یوه دا ده چې د امام حسین رضي الله عنه له شهادته وروسته د هجرت په ۵۷م کال او د رمضان ۱۷مې نېټې رقیه بنت حسین رضي الله عنهم چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم کړوس وه، په دمشق کې شهیده شوه.
۶ــ د عایشې رضي الله عنها وفات: د رمضان مبارک له مشهورو پېښو څخه بله مشهوره واقعه د حضرت عایشې رضي الله عنها وفات دی. د مسلمانانو عزتمنه او محبوبه مور ام عبدالله عایشه رضي الله عنها د ابوبکر صدیق رضي الله عنه لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نازولې کور ودانه وه. هغه د ۵۸م هجري کال د رمضان په ۱۷مه نېټه له فاني نړۍ څخه د اخرت په لور وکوچېده او سیدنا ابوهریره رضي الله عنه پرې د جنازې لمونځ اداء کړ.
۷ــ د اندلس فتح:
په اسلامي تاریخ کې دا خورا ستره پېښه ده، اندلس ته مسلمانان د هجرت په ۹۲م کال د رمضان په میاشت کې ورننوتل او هغه یې فتح کړ چې خواوشا ۸۰۰ کاله د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې و. موسی بن نصیر رحمه الله د طارق بن زیاد تر قوماندې لاندې یو لښکر د جبل طارق د ابناء له مسیره د اندلس د فتح کولو لپاره ولېږه. نوموړي یوه خوږه بلیغه وینا وکړه او مجاهدین یې جهاد ته وهڅول، چې په برکت یې اندلس په رمضان کې فتح شو.
۸ــ د عموریه غزا او سوبه:
یوه مسلمانه خور شراء علویه په عموریه ښار کې د بیزنطي دولت له خوا بندي شوه، هغې په بندیخانه کې د مسلمانانو واکمن عباسي خلیفه ته غږ وکړ: (وا معتصماه!) یعنې: اې معتصمه! زما مرستې ته را دانګه!!
الله جل جلاله د دښمن له بندیخانې د مظلومې مسلمانې غږ او چیغه تر خلیفه معتصمه ورسوله. د نوموړي خور د اواز ځوابولو ته ۲۲۳هجري کال باندې ځان چمتو کړ، ځینې کسانو د نه تګ ورته وویل، ولې خلیفه و نه منله او ستر لښکر یې تیار کړ، د دې مظلومې خور او نورو مسلمانو خویندو د خلاصون لپاره په سختو شرایطو کې وخوځېده.
هو! معتصم خلیفه له خپل ستر لښکر سره عموریه ته روان شو، دښمن یې مات کړ، شراء علویه، نورې مسلمانې خویندې او مسلمانان یې د رمضان په مبارکه میاشت کې د دښمن له بندیخانې را خلاص کړل او هغه سیمه یې بېرته د اسلام په قلمرو پورې وتړله.
۹ــ د حطین جګړه:
صلاح الدین ایوبي رحمه الله د ۵۸۳ هجري کال د رمضان په ۲۶مه نېټه د ناصریې او طبرې ترمنځ د حطین په کلي کې پر صلیبیانو برلاسی شو، چې له هغه وروسته یې بیت المقدس د هغوی (صلیبیانو) له ناولیو لاسونو څخه ازاد کړ او بیت المقدس بیرته د مسلمانانو لاس ته ورغی.
۱۰ــ د انطاکیې فتح کېدل:
د مسلمانانو په ځلانده تاریخ کې یوه بله ستره او مشهوره پېښه د انطاکیې فتحه ده، په ۶۶۶ کال د رمضان په ۴مه سلطان ظاهر بېبرس وکولی شو، چې له صلیبیانو څخه انطاکیه ونیسي او په اسلامي خاورې پورې یې وتړي.
دا څو هغه مشهورې پېښې وې چې د مسلمانانو په تاریخ کې ځلیږي. که نه له دې پرته نورې ډیرې واقعې او سوبې شته چې د مسلمانانو له خوا شوې، بشري تاریخ یې پرې روښانه کړی او د تاریخ په کتابونو کې یې خوندي کړې دي.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *