ټولنه اوکلتورلیکنې

هغه شل جملې چې د شلو با ارزښتو کتابو له لوستلو سره برابرې دي

هغه شل جملې چې د شلو با ارزښتو کتابو له لوستلو سره برابرې دي:
١ـ په مجلس کې بايد چاته نصيحت ونکړو.
٢ـ هر څه ته نبايد وخاندو او په هيڅ قيمت ونه خاندو.
٣ـ له اجازې پرته بايد له چانه انځور او يا ويډيو وانخلو.
٤ـ د بل چا معاش او عايد مونږ پورې اړه نلري، مه يې پوښتٸ.
٥ـ څوک چې په خپل موبایل کې يو عکس يا ويډيو راښيي، نو مخکنيو او وروستيو عکسونو ته بايد ولاړ نشو.
٦ـ په يو مجلس کې چې کينو نو وار دمخه هغه دوه اصطلاحات مو چې په يو کتاب کې لوستي د بل په مخ ونه باسو.
٧ـ ځان د نظر څښتن مه بولٸ، چې د بل شخص، د ويښتانو رنګ، فيشن، ډنګروالى او چاغوالى په اړه نظرونه قطار کړٸ.
٨ـ د بل چا لهجه بايد مسخره او رشخند نکړو.
٩ـ همدا چې د يو چا له کوره بهر راووتلو او دروازه مو بنده کړه په غيبت او بدو ردو ويلو سره يې ونه ستايو.
١٠ـ کثافات او اشغال بايد په رفتار کې له موټره بهر ونه غوځوو.
١١ـ له خصوصي چټ او خبرو اترو نبايد سکرين شاټ واخلو.
١٢ـ د ترافيکي اصولو نه مراعت کول زمونږ د چالاکي نښه نشې کيداى.
١٣ـ که له چانه خفه ياست، نو خپله ورته وواياست.
١٤ـ هغه ناحقه خبرې دې چې نه خوښيږي، د شخص د خوښي په موخه يې مه تاٸيدوٸ.
١٥ـ هيڅ کله داسې ژوند مکوٸ چې کوښښ وکړٸ، ټول له ځانه راضي او خوښ وساتى.
١٦ـ کوښښ بايد وکړو چې هره ورځ نوي څه زده کړو.
١٧ـ هيڅ وخت له نورو سره د خبرو په جريان کې د ځان په اړه بد رد ونه وايو.
١٨ـ کوښښ وکړو چې په آسانۍ سره “نه” ووايو، کوم کار مو چې په وس پوره نوي، له انکاره يې مه ويريږٸ.
١٩ـ له هو ويلو هم مه ډاريږٸ.
٢٠ـ په هغه چا مهرباني وکړٸ چې ارزښت يې ولري، او ستا مهرباني ستا دنده
ونه ګڼي.

نصیب څاروان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *