افغانستان

هلمند کې د غنمو کرکیله ۴۰ سلنه زیاته شوې

د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲۲۸ زره ۷۱۸ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي.
د دغه ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غله جاتو د برخې مدیر احمد شاه وایي چې سږ کال پر ۲۲۸ زره ۷۱۸ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال په هلمند کې د غنمو کرکیله ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې تېرو دوه کلونو وچکالیو کې د یو جریب ځمکې څخه ۱۵۰ منه غنم اخیستل کېدل خو سږ کال د نورو کلونو په توپیر اورښتونه زیات شوي، چې په یو جریب باندې د اټکل له مخې ۲۴۰ منه غنم ترلاسه کېدای شي.
په دغه ولایت کې د غنمو کرکیله په داسې حال کې زیاته شوې، چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان پر اساس په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *