اقتصاد او رغونه

هلمند کې د څه باندې ۴۰ فابریکو فعالېدو سره ۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

په هلمند ولایت کې د وروستيو درېيو میاشتو پرمهال څه باندې ۴۰ فعالو شوو فابريکو کې له ۳ زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه

په هلمند ولایت کې د وروستيو درېيو میاشتو پرمهال څه باندې ۴۰ فعالو شوو فابريکو کې له ۳ زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوي ده. هلمند په تېره شل کلنه جګړه کې یو له ناامنو ولايتونو څخه ګڼل کېده چې د نورو برخو ترڅنگ صنعت او سوداګري هم پکې نږدې په ټپه درېدلې وه. خو اوس د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي  چې له ۴۰ تر ۵۰ فابريکې فعالې شوې او له ۳ زرو ډېرو کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالولي هاشمي وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولایت کې ۶۹ لویو او انفرادي شرکتونو جوازونه اخيستي او له ۴۰ تر ۵۰ توليدي کارخانو فعالیت پیل کړی دی. نوموړي زیاته کړه هڅه یې دا ده چې په هلمند کې نور ملي سوداګر هم پانګونې ته وهڅوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *