افغانستان
هلمند کې د ښونځیو په زرګونو میزونه او څوکۍ ترميم شوې
شریعت: هلمند کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ او LKRO موسسې په تخنیکي همکارۍ ۴ زره مېزونه او چوکۍ بیا ورغول شوې.
د LKRO موسسې مسوول انجنیر عبدالمنان دوراني وایي، چې دغه ۲ زره مېزونه او ۲ زره چوکۍ یې د انجونو مرکزي لېسې تر څنګ شپږو ښوونځیو لپاره ترمیم کړې دي.
دوراني وایي، چې پر دغو مېزونو او چوکیو د ۲ میلیونه ۵۸۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
د یادونې وړ ده، چې LKRO موسسې د مېزونو او چوکیو د ترمیم ترڅنګ په ځینو ولسوالیو کې د ښوونځیو ودانۍ هم بیا رغولې دي.