افغانستان

هلمند کې ۱۰ نوي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

شریعت: د هلمند په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د نږدې ۹۰۰ زرهوامریکايي ډالرو په لګښت ۱۰ نوي روغتیایي مرکزونه پرانیستل شول.
د عامې روغتیا وزارت د یو خبرپانې په خپرولو سره وویل، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي محمد اسحق صاحبزاده هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د لس نویو روغتیايي مرکزونو پرانیسته ترسره کړه.خبرپاڼه کې راغلي، چې مالي او اداري مرستیال د دې روغتیايي مرکزونو د پرانیستلو مراسمو ته په وینا کې ویلي، چې د دې مرکزونو له پرانیستې سره به هلمند کې د ولسونو روغتیايي ستونزې حل شي او دوی به له معیاري روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي.
نوموړي همدارنګه روغتیايي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو ولسونو ته لازم روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او له ناروغانو سره مناسب چلند وکړي.
د هلمند عامي روغتيا رييس سیداحمد سعید وايي دغه مرکزونه د هلمند په هغو لرو پرتو ولسوالیو کې فعال شول چې پخوا هلته خلکو روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی نه درلود. د ده په خبره تر دوو کلونو به تمویل کوونکي موسسې د یادو روغتیايي مرکزونو د ودانیو کرايي طبي وسايل او د کارکوونکو تنخواګانې ورکوي چې ټول لګښت يې ۸۹۶ زره ۴۱۵ ډالر اټکل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *