ټولنه اوکلتورلیکنې

هند؛ چې يوه غوا په کې له مسلمان ډېر شرف لري!

اته کاله وړاندې، د هندوستان پارلمان«لوک سوبها» کې يو غړي شاشي تاړړ اعتراف وکړ، چې په دې ملک کې چې لومړی وزير يې د مذهب او بيان د ازادۍ سُرڼی غږوي يوه غوا له يو مسلمان ډېره خوندي ده!

دا کېدای شي د هغه هندوستان په اړه چې زموږ ځوان نسل يې يوازې د باليووډ له جادويي فلمي صحنو پېژني جالبه وي، ممکن زړه ته يې ونه لوېږي، چې د شاهرخ‌خان، سلمان‌خان، عامرخان او ګڼو نورو مسلمانو ميليونرانو او هنرمندو خانانو په وطن کې به د دوی مذهبي حيثيت دومره پرځېدلی وي!خو د تاړړ له دې خبرې درې کاله وروسته د مدهيه پردېش په ساتنا ولسوالۍ کې د يوې غوا د حلالولو پر سر سراج خان ووژل شو او بل تن په کوما کې تر روغتونه ورسول شو؛ کيسه دلته نه خلاصېږي،بلکې د مسلمانانو پر ضد د هندو سخت ‌دريځو موقف ځکه ورځ په ورځ غښتلی کېده، چې د مسلمانانو پر ضد توند ګوند بهاراتيا جاناتا په واک کې دی او لومړی وزير يې د مسلمانانو د ځپلو لپاره بېلابېل پلانونه لري.

مثلاً؛ د ۲۰۱۵م په فبرورۍ کې د هند سترې محکمې د مسلمانانو لپاره پر دويم واده بنديز ولګاوه، سره له دې چې د هند د اساسي قانون ۲۵مې مادې د نورو اديانو پيروانو ته د ازادۍ تضمين کړی، خو سترې محکمې وويل چې دا «بنسټيزه ديني» موضوع نه ده؛ همدې کال کې بهار ايالت کې د مسلمانانو کلي ته څېرمه د يوې هندۍ پېغلې د مړې په پيدا کېدو سره، هندوانو د محکمې او عريضې پر ځای د دې کلي درې مسلمانان د دې د وژنې په تور ژوندي وسوځول. د اتر پردېش باغ پت ښار ته څېرمه په نواډا کلي کې دوه ويشت کلن ګلشن نامعلومو کسانو وواژه، کورنۍ يې د حکومت ټول ادرسونه لټ په لټ واړول خو چا يې غږ وانه ورېد؛ اخر يې «يووا واهنی بهارت» ډلې لار ور وښوده، چې تاسې ټول هندوان شئ موږ به درته د عدالت غږ پورته کړو، دې ټول کور کې يوازې مېرمن رقيه مسلمانه پاتې شوه، د کورنۍ مشر اختر علي درم سينګ شو، زوی يې دلشاد دليرسينګ شو خو ۲۰۱۸م کال پرې ټول تېر شو، د عدالت څرک يې ونه لګېد. په همدې کال الجزيرې راپور ورکړ، چې د نريندرا مودي حکومت د اسام ايالت د مسلمانانو د شړلو هوډ لري، دوی پلان کړې چې د «ناسم خدای د عبادت او په ناسمه ژبه د خبرو له امله» به له پنځو ميليونونو مسلمانانو هندي تابعيت واخلي او اووه ميليونه به له خپلې خاورې وشړي؛ دوی ته د مسلمانانو پر وړاندې دا اقدامات کافي نه ښکاري، بلکې د همدې کال په نوومبر کې يې هوډ وکړ چې د هغو ښارونو نومونه هم بدل کړي چې اسلامي رنګ لري يا مسلمانانو ته منسوب دي، دوی فيض اباد او آله اباد له دې وړاندې بدل کړي وو، خو نوي هوډ کې يې د علي ګړ، لکهنو، احمد اباد، عثمان اباد او اورنګ اباد د نومونو تغيير ته نيت وکړ.د اختر علي له ځور کال وروسته، د دوی د ولايت په ميرټ ښار کې حکومت دوه سوه کورونو ته اور ورکړ، چې دوی «ناقانونه ابادۍ» بللې او ډېر کورونه په کې د مسلمانانو وو، چې يو جومات هم په کې د اور خوراک شو او په همدې کال کې يې د تېر کال د بلې پرېکړې د يوې برخې د عملي کېدو اقدام هم وکړ، چې په کې يې د اسام ايالت له نږدې دوه ميليونه کسانو نه تابعيت واخيست. دوی مسلمانان چې قرنونه يې دلته ژوند کړی او د بې شانه تمدن ژوندۍ نمونې يې همدې هندوانو ته پرېښې دي، اباد ښارونه، تاريخي ودانۍ او علمي ذخيرې؛ بې هويته کوي، بې تابعيته کوي او له هېواده شړي؛ خو د غواګانو لپاره يې تذکرې پيل کړې او د ۲۰۱۷ز په لومړيو کې يې اعلان وکړ چې شاوخوا ۸۸ ميليونه غواو او مېښو ته برېښنايي پېژندپاڼې جوړوي. تازه اقدام کې دا څو ورځې وړاندې په تدريسي نصاب کې متعصبو هندوانو د خپل تاريخ زرينه، د بشري تاريخ وياړمنه او د تمدني ژوند رنګينه حصه، د مسلمانو واکمنو تاريخ حذف کړ؛ دوی دا د يرغل تاريخ بللی او په وينا يې خپلو زده کوونکو ته نه ور زده کوي چې مسلمانان يې هم هېوادوال او حتی د دې آباد هندوستان موسسين دي!

دادمحمد-ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *