لیکنېمقالی اوتبصرې

هند او عمان کې د افغان سفارتونو وضعيت او د بهرنيو چارو وزارت اقدامات

په هند کې د ميشتو افغان کډوالو استازو په دغه هيواد کې د افغانستان پر سفير فريد ماموندزي، د دې سفارت پر مالي او اداري مسوول ضياءالله هاشمي او د سياسي برخې پر مسوول ابراهيم شکيب ايازي باندې د مالي او اداري فساد ، اختلاس له امله عريضه وکړه چې په دې عريضه کې د بهرنيو چارو وزارت ته ليکل شوي :
په هند کې افغان سفير فريد ماموندزي، ضيا‌ءالله هاشمي او ابراهيم شکيب ايازي له‌خوا «په غير قانوني او د ډېپلوماټيکو ارزښتونو خلاف د سفارت دوه تعميرونه چې شپږ اپارټمانونه کېږي او د چمن په نوم يوه ازاده ساحه چې د نيم جريب په محدوده کې ځمکه راځي، يوه هندي شرکت ته له هر ډول قانوني پروسې، د مرکز له اجازې او هدايت پرته په اجارې ورکړې ده.»
همدراز راغلي چې «دې قرارداد شاوخوا ۱۰ مياشتې دوام وکړ، خو وروسته په هند کې د ميشتو افغانانو له فشار سره مخ شول او له هندي شرکت سره يې بالاخره قضيه رامنځ‌ته شوه.»د عرض پاڼې له مخې، «دا مهال هندي شرکت پر فريد ماموندزي او ضياءالله هاشمي د هند په محاکمو کې د دوه نيم کروړه هندۍ کلدارو د جعل او فساد دعوه کړې او د هندي شرکت پلان دا دي چې وروسته د څو کلونو له تېرېدو څخه د هند د محاکمو د پرېکړې پر اساس شاوخوا نيم جريب چمن چې ميليونونه ډالره ارزښت لري، په‌خپل نوم کړي.»
په هند کې د ميشتو افغانانو د عريضې په غبرګون کې د بهرنيو چارو وزارت اړ شوی چې فريد ماموندزي له دندې ګوښه او پر ځای يې قادر شاه د سفارت د سرپرست په ټوګه و ټاکي .داسې ويل کېږي چې کله د افغانستان پخواني سفير ماموندزي د بهرنيو چارو وزارت له لوري له دندې ګوښه کېږي دا مهال نوموړي په لندن کې پر رخصتي وتلی و ، ماموندزي يې هڅه وکړه چې بېرته هند ته وګرځي خو هندي پوليسو تر پنځو ورځو پورې اجازه ور نه کړه ؛ کله چې هند ته لاړ بيا يې هڅه وکړه چې نوي ټاکل شوي سرپرست سفير قادرشاه خپل دفتر ته پرېنږدي بيا هم هندي پوليسو مداخله کړي او د هند د بهرنيو چارو وزارت ورته ويلي چې نوره يې دنده پای ته رسېدلي او له هنده بايد ووزي .
اخوا ته بيا د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي څانګي مرستيال په يوه غږيزه خبرتيا کې د عمان په سلطنت کې ميشتو افغانانو ته خبر و رکړي چې په عمان کې د افغانستان پخواني سفير قدم شاه شهيم له دې وروسته د سفير په توګه دنده نه شي تر سره کولی او نوموړي، د ا.ا.ا له لوري يې وظيفه پای ته رسېدلي او له ديپلوماتيک اړخه نور نه شي کولی چې د سفير په توګه په عمان کې دنده تر سره کړي .ښاغلي تکل په عمان کې له ميشو افغانانو غوښتي چې له قدم شاه شهيم سره نور په رسمي چارو کې مرسته ونه کړي او نه هم مرسته ترې وغواړي . د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په خپله اعلاميه کې دا هم زياته کړې چې : ا.ا له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډير جدي دي او د بهرنيو چارو وزارت هيچا ته اجازه نه ورکوي چې له سياسي استازوليو د ځان په ګټه د شخصي جيب لپاره ګټه پورته کړي.بل لور ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بل تازه اقدام کې په اتريش کې د جمهوريت د وخت د سفيري منيژه باختري ، په کويت د افغانستان د سفارت سفير سيد جاويد هاشمي او په عمان کې د افغانستان د سفير قدم شاه شهيم سياسي پاسپورتونه باطل او د نه باور وړ اعلان کړي ، د دې ترڅنګ د بهرنيو چارو وزارت د يو متحدالمال مکتوب له لارې چې خپلو سياسي نمايندګيو ته يې صادر کړي وايي: د افغانستان سياسي پاسپورت پنځه کاله وخت لري کله چې يې وخت ختم شي د تمديد قابليت نه لري نو په دې اساس ټولو نمايندګيو ته خبر ور کول کېږي چې د سياسي پاسپورتونو له تمديده ډډه وکړي .د بهرنيو چارو وزارت په بهر کې خپلو سياسي استازوليو ته نږدې دوه کاله وخت ورکړ تر څو په خپله تګلاره کې بدلون را ولي او په بهر کې د افغانستان سياسي نمايندګۍ له مرکز سره وصل کړي خو داسې مالومېږي چې له افغانستانه بهر د سياسي نمايندګيو جمهوريت پلوه ډيپلوماټان نه غواړي چې د افغانستان سياسي نمايندګۍ له خپل هيواد څخه دستور تر لاسه کړي اوس داسې مالومېږي چې د بهرنيو چارو وزارت د رهبرۍ هيئت حوصله نوره ختمه شوي او غواړي د جدي اقداماتو له لارې په بهر کې د افغانستان سياسي نمايندګي له مرکز سره پينه کړي .

رحمت الله فيضان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *