افغانستان

هند کې باید دافغان سفارت خپلسريو مخنیوی وشي

په هند کې مېشتو افغان کډوالو په هغه هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د پراخ فساد په اړه د بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی دی.

دغو استازو د بهرنیو چارو وزارت ته په استول شوي لیک کې هلته د سفیر فرید ماموندزی او د هغه د ملګرو له پراخ فساد، غلاوو او له خپل صلاحیت څخه د ناوړ ګټې اخیستنې په اړه پرده پورته کړې ده.

دوی خبرداری ورکړی، چې که هلته د افغانستان په سفارت کې د روانو خپل سریو مخنیوی ونه شي، نو لرې نه ده، چې د افغانستان سیاسي حیثیت ته به پکېسخت زیان ورسېږي.

په ليک ویل شوي: (په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي، مالي او اداري مسوول ضیاالله هاشمي او ابراهیم شکیب ایازي له لوري په غیر قانوني او د ټولو ملي او ډیپلوماتیکو ارزښتونو خلاف د سفارت دوه تعمیرونه چې شپږ اپارتمانونه کیږي او یوه ازاده ساحه د چمن په نوم چې په حدودو نیم جریمه ځمکه راځي یوه هندي شرکت ته پرته له هر ډول قانوني پروسې، د مرکز له اجازې او هدایت پرته په اجاره ورکړي، دې قرارداد شاوخوا ۱۰ میاشت دوام وکړ وروسته په هند کې د میشتو افغانانو له فشار سره مخ شول او له هندي شرکت سره یې بالاخره قضیه رامنځته شوه.)

په ليک کې همدارنګه ویل شوي: ( دا مهال هندي شرکت پر سفیر او مالي اداري مسوول باندې د هند په محاکمو کې د دوه نیمه کروړه هندي کلدارو د جعل او فساد دعوه کړې، د هندي شرکت پلان دا دی چې وروسته له څو کلونو له تېریدو څخه د هند د محاکمو د پریکړې پر اساس شاوخوا نیم جریب چمن، چې میلیونونه ډالر ارزښت لري په خپل نوم کړي.)

سرچینې زیاته کړې، چې په دې سره به د افغانستان تاریخي او ملي پانګه د څو تنو مفسدو او خاینو مسوولینو د جفا او خیانت په وجه ضایع او د هندي سوداګرو د شومو پلانونه ښکار شي.

په هند کې د مېشتو افغان کډوالو استازو همدارنګه شکایت کړی، چې اوسمهال د سفیر ملګري د هند د وېزو اخیستو په پلمه زرګونه ډالره اخلي او همدارنګه د افغانستان وېزې د زاړه ډهلي په (خالي باولي) کوڅه کې تر ۷۰ زرو هندي کلدارو پورې پلورل کېږي.

دوی همدارنګه د ویزو د تمدید په برخه کې هم د پراخ فساد له شتون څخه پرده پورته کړې او ويلي يې دي، په هند کې د افغانستان سفارت د وېزو د تمدید سټېکرونه د جرمني په بون ښار کې د ۳ یورو په بدل کې چاپوي، خو د سفیر په امر سره دا سټیکرونه په کډوالو باندې په ۷۰ امریکايي ډالرو پلوري.

په لیک کې زیاته شوې، چې اوسمهال د سفارت د ټولو لګښتونو پیسې د هند حکومت ورکوي، خو سره له دې هم د سفارت ډيپلوماتانو ته تر نیمايي کم معاشونه ورکول کېږي او د دغو پیسو ۶۰ سلنه يې شخصي غلا کېږي.

په هند کې د افغان کډوالو استازو همدا رنګه ليکلي، چې سفیر او ملګرو يې د هند د مرستو شویو غنمو د لېږد، افغان محصلینو ته د تحصلي بوروسونو د ورکړې، د سعودي عربستان له لوري په هند کې له افغان کډوالو سره د مرستې او د يوه هندي خیره بنسټ له لوري له افغان کډوالو سره د دوامداره مرستو د وېش په لړۍ کې پراخ فساد شوی او په تخمیني ډول شاید تر دې مهاله، چې له یو کال څخه زیاته موده کیږي تر ۱۵ کروړو هندي کلدارو زیاتې پیسې حیف و میل شوي دي او په بې رحمانه توګه د کډوالو له نوم څخه غلطه ګټه اخیستل شوې او پیسې د سفیر او د ده د مفسدو همکارانو ضیاالله هاشمی، شکیب ایازی او په احتمال سره د فونډیشن یو تن همکار تر منځ ویشل شوي.

د دغه ليک په وروستۍ برخه کې ليکل شوي (د معلوماتو له مخې سفیر فرید ماموندزی هڅه کوي، چې خپل مفسد شریکان په هر ممکنه لاره، چې وي له هند څخه و باسي، بلخوا هندي شرکت شخصاً د سفیر او هاشمي په خلاف خپله عریضه درج کړې ده او دوی باید د شاخوا دوه نیم کروړه هندي کلدارو حسابي تصفیه کړي همدارنګه هغه ټوټه دیپلوماتیکه تاریخي ځمکه چې دوی هندي شرکت ته په اجاره ورکړې ده، دا مهال پکې سفارت د هیڅ ډول تصرف حق نه لري ځکه چې په هندي دولتي محاکمو او ادارو کې د یوې لانجمنې ساحې په توګه درج شوې ده.)

دوی د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتنه کړې، چې په هند کې د افغانستان په سفارت کې د روانو خپل سریو د مخنیوي او له دې کبله د هند مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په موخه جدي اقدامات ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *