ټولنه اوکلتورلیکنې

هېواد کې د بڼوالۍچارو ودې ته پاملرنه د قدر وړ ده

د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي ، خو داوبو،سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه داهیواد پرځان بسیاکړي

شاه محمود درویش

د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي ، خو داوبو،سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه داهیواد پرځان بسیاکړي ، بنا ددې لپاره چې دهیواد په سلو کی کابو اتیا سلنه خلک دکرنی ، مالداری او بڼوالی په چارو بوخت دی نوپه کارده چی ددغه بهیر ودی اوپراختیا ته باید  ډیره پاملرنه وشی ځکه چې په هیواد کی د کرنې او بڼوالۍ  بهیر پراختیا یولومړیتوب دی او دافغانستان اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو له لوری باید دهیواد په مرکز او ولایتونوکی قدرمن بڼوالو اوبزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کی د ډول ډول میوه لرونکو نیالګیو ،اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سری مرستی وشی ترهغه چی له امله یی  دوئ له خپلی کرکیلی څخه پریمانه حاصلات ، غلی او دانی ترلاسه کړی چی له امله یی د دوئ د اړتیاوو د پوره کیدلو ترڅنگ په هیواد کی هم غلی دانی او ډول ډول با کیفیته تازه میوې پریمانه شی او په مناسبو وختونو کې د ګران هیواد له ښارونو بهر د بهرنیو هیوادونو مارکیټونو ته هم وړاندې شي ترهغه چې له امله یې د قدرمنو بڼوالو او بزګرانو د اقتصادی بډاینې ترڅنګ د هیواد په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پریږدي ،  دافغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چی په ټولیزه توگه د هیواد په گوټ گوټ کی پر قدرمنو کروندگرو  په مناسبو وختونو کی اصلاح شوی تخمونه ، ډول ډول نیالگی ، کیمیاوی سری  اولازم وسایل د اړوندو مسئولو مراجعو له لوری وویشل شی ، ځکه چی له قدرمنو بزگرانو سره هررازمرسته ددی سبب کیږی چی  په ټولیزه توګه د هیواد کرنیز سکتور وده او پراختیا وکړي.

البته دې ټکي ته موباید پام وي چې ګران افغانستان دخپل ښه جغرافیایي موقعیت اودخدای (ج) ورکړیو ډول ډول کاني زیرمو د موجودیت ترڅنگ دپریمانه طبیعي اوبو دشتون اود یوښه بشری ځواک د درلودو له پلوه له شک پرته چې بډایه هیواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو د نه شتون  له کبله دهیواد بزگران ، بڼوال او مالدارله یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړیدا له پاره دقدرمنو سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډیره اړتیا لیدل کیږي اوپه دې برخه کې د افغانستان اسلامی امارت او ښاغلو پانگوالو پاملرنه حتمي او ضروري ده ، دیادونی وړده چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله دننګرهارولایت دکانال ریاست د مسوولینو له قوله داسې ویل شوي دي: چې د ۴ لسیزو وروسته د کابو ۷۰ میلیونه په لګښت د هډې فارم شپږم بلاک په شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکې کې د مالټو بڼونه او د اوبخور د څاڅکو سیستم جوړیږي.

د یاد بلاک ( ۱۳۴، ۱۳۵، ۱۳۶، ۱۳۸) نمره ځمکو کې به ۲۶ زره د مالټو بوټي وکرل شي ، سمسوره او په شنې ساحې به بدله شي.

د اټکل له مخې ۱۷ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي او کابو ۳۰۰ تنو ته به دکار زمینه برابره شي ، د ننګرهار کانال ریاست مسوولینو هم ویلي چې د کرنې د میکانیزه کولو کومې ژمنې مو چې د خپل ولس او هېوادوالو سره کړي دي یو په بل پسې د عملي کیدو په درشل کې دي ، ښه بیلګه یې ۳۰۰ جریبه ځمکه ده چې پرې به دمالټې باغونه او د اوبخور د څاڅکو سیستم جوړ او تطبیق شي.

له شک پرته چې په هیواد کې  د بڼوالۍ د چارو د ودې له پاره د  پروژو د پلي کیدلو په موخه هر اقدام د قدر وړ دي او افغان ولس هم دننګرهارولایت دکانال ریاست د مسوولینو له لورې د هډې فارم شپږم بلاک په شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکې کې د مالټو بڼونه او د اوبخور د څاڅکو سیستم دجوړیدو یاد اقدام ستایي او په ښه ډول دچارو د تحقق هیله یې لري، ددې ترڅنګ په ټولیزه توګه په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې یو لومړیتوب دی او د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسوول چارواکي هم دهیواد د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې باید لازم پروگرامونه طرحه اوپلی کړی اوپه دی موخه د کورنیو پانګه والو ترڅنګ د نړۍ دمرستندویو هیوادونو(په ځانګړي توګه اسلامي هیوادونو) او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم راجلب اودیوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهیواد دکرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هیواد کې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوی چی پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیا اوله بلې خوا دهیواد د اقتصاد د پرمختک له باره زمینه برابره شي ، همداشان لازمه ده چې د اسلامی امارت له لورې د کرنیز بهیر د پراختیا ترڅنگ د هیواد د موجودو اوبو ښه مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشي یعنې له اړتیا او لومړیتوبونو سره سره په دې برخه کې لنډمهالی ، منځ مهالی او اوږدمهالی پروگرامونه جوړ شي چې د هیواد په کرنیز سکتوراو په ټولیزه توگه د هیواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې ښې پایلې راونغاړي ، البته دا واقعیت دی چې د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک پرکرنیزو چارو بوخت دي ، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختلفو کرنیزو وسایلو د کموالي له امله نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه داهیواد پرځان بسیاکړي ، دیادولو وړده چې زموږ په هیواد  کې له بیکاری او بې روزگاری هغه  ستونزه ده چې ډیری هیوادوال ورسره لاس او گریوان دی چې ددغی ستونزې د مخنیوی له پاره هم د افغانستان د اسلامی امارت مشرتابه او اړوند مسوول ارگانونه باید د نورو چارو ترڅنگ په هیواد کی دکرنې ، بڼوالۍ او مالدارۍ د سکتور هراړخیزې ودې ته لا ډیرپام ورواړوي او هم دې په هیواد کې د موجودو اوبو دښه مدیریت کولو په اړوند لازم تدابیرونیسي ، چې په ټولیزه توگه په دغه بهیرکې گڼ شمیر هیوادوالو ته دهمیشني کاراوسالم روزگار زمینه برابره شي او دوئ ټول په کوردننه بوخت شي چې له امله یې د کرنیزو محصولاتو او غلو دانو په برخه کی جگړه ځپلی افغانستان ډیر ژر خود کفا  اوله هره پلوه پرځان متکی او د بهرنیو له احتیاج څخه وژغورل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close