دینې لیکنې

والدینو سره نیکي څه ته وایي؟

ژباړه: اکرام واحدي
د مور او پلار سره نیکي یا بِرالوالدین دا نه دی چې ووایو ولا بس مور او پلار راسره کور کې دي؛ خوراک، څښاک او درمل ورکوو او بیا په ډېر افتخار ووایو چې مونږ خو د مور او پلار درست خدمت کوو.
دا خدمت خو په اجوره هم خلک کوي..
نه داسې نه ده، اصلاً خبره دا ده چې والدینو سره باید داسې چلند وکړو چې رښتیا هم په شرعي بِرالوالدین کې حساب شي، مثلاً:
ـ د خپل ژوند یوه مشخصه برخه هغوي ته وقف کړو او دا د هغو د خدمت او پالنې په نوم کړو.
ـ چې کله مور او پلار مونږ ته وګوري سترګې یې یخې شي او خوښي وکړي.
ـ د مشورې محور یې وګرځوو، هره لویه او وړه خبره ورسره شریکه کړو، او مشوره او دعا ترې واخلو.
ـ سهار او ماښام یې وغږوو چې کوم تشویش او خفګان خو نلري.
ـ په موسکا ورسره مجلس وکړو او پر وړاندې یې د غمونو او دردونو اظهار ونکړو.
ـ هر حالت کې ډاډ ورکړو تر څو روحي تسکین او اطمینان یې وشي.
ـ مخکې له دې چې هغوی څه وغواړي ورته اماده یې کړو.
ـ په کوم کار چې خوشحالېږې هغه وکړو، او په کوم کار چې خفه کیږي ویې نه کړو.
ـ تر څو چې هغوي ویښ وي مونږ ویده نشو.
ـ د روغتیا خیال یې وساتو.
ـ د بوډاتوب کمزوري یې په خپل قوي ملاتړ کمرنګه کړو.
ـ د مور او پلار غلطه رایه او نظر په ډېر احترام او ادب سره تاویل کړو او په خوښئ یې قانع کړو.
ـ په لوړ اواز پرې غږونه او چېغې ونکړو.
ـ په خوشحالیو کې ورته ډالۍ واخلو، او د کمترۍ د احساس نه یې لرې وساتو چې ګواکې تاسې نور زاړه یئ په دې شیانو څه کوئ.
ـ د مال او متاع په مقابل کې یې بې ارزښته نکړو.
ـ کله نا کله یې یو پارک، کوم رستورانت یا چکر ته یوسو تر څو ذهن یې بدل او تازه شي.
ـ او مهمه دا چې د شتون څخه یې داسې ګټه واخلو چې دنیا او اخرت مو پرې جوړ کړی وي ځکه د دعاګانو دا څلي چې خدای مکړه ونړیږي بیا ژوند څو چنده سختیږي ـ دا خو د مور او پلار دعا ده چې ژوند روان وي، مصیبتونه او ابتلأت کم وي ځکه هر بچي پسې مور او پلار خوله خلاصه کړې وي، کله یوه دعا کله بله دعا او کله دم… او مهمه دا چې په کور کې درته ناست وي او تلاوتونه او اذکار کوي او کور یې ستا برکتي کړی وي. دا برکتونه عُمري نه وي، ځینو خلکو ته نن بوج ښکاري خو هغه ډېر نافرمانه بچی هم بیا په زړه ورپسې سوری وي.
الله ج دې مونږ ته توفیق راکړي چې د والدینو سره حقیقي بِر او نیکي وکړو تر څو د هغه ستر ذات رضا او دنیوي او اخروي سعادت تر لاسه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *