افغانستان

وانګ یو: چین ته به د انارو صادرات زیات شي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د افغانستان لپاره د چين له سفير وانګ يو سره وکتل.
وانګ یو په دغه کتنه کې وویل چې چین له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلې او غواړي دغه اړيکې لا پياوړې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان-چين ترمنځ مستقيم پروازونه پيل شوي او همدارنګه به د مس عينک کان لومړنۍ چارې به چټکې شي.
وانګ یو همدارنګه ژمنه وکړه، چې د افغانستان څخه چين ته د صادراتو په ځانګړي ډول د انارو کچه به زیاته او د جمهوريت روغتون د بيا رغونې تر څنګ په افغانستان کې (ارزان بيه کورورنه) پروژه به هم پرانيستل شي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چار وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د چين له دغو ګامونو هرکلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د پروازونو پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله او د ويزو په ورکړه کې د لا اسانتياوو غوښتنه وکړه
د یادونې وړ ده، چې په کابل کې د چین سفیر له دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره هم کتنه درلوده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *