افغانستان
واورو کې بند ایراني انجینران او افغان سرتیري وژغورل شول
شریعت: د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو له لوري په هرات ولايت کې ٤ تنه ايراني انجينران
شریعت: د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو له لوري په هرات ولايت کې ٤ تنه ايراني انجينران او ٥ تنه د اسلامي امارت ځواکونه، چې د درنې واورې له امله بند پاتې وو، د چورلکې پر مټ وژغورل شول.
دغه ايراني انجينران پرون له ایران هېواد څخه د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د تخنیکي ارزونې لپاره هرات ته په درزین کې راغلي او تر ارزونې وروسته بېرته ایران ته د ستنېدو پرمهال د شمتیغ دښته کې بند پاته وو، چې د سړې هوا او خوراکي موادو نشتوالي او سیمې ته د موټرو د تگ د امکان نشتون له امله یې ژوند له خطر سره مخ وو.
د اوسپنې پټلۍ ادارې دا موضوع د ملي دفاع وزارت له مقام سره شریکه او د ملي دفاع وزارت مشر په سمدستي توګه هوايي ځواکونو ته امر وکړ او تر یوه ساعت په لږ وخت کې یاد کسان وژغورل شول.