افغانستان

میدان وردګو کې د اوبو یو بند جوړیږي

شریعت: د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په ګډه‌لک سیمه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ د اوبو د يوه بند جوړولو چارې پیل شوې.د میدان وردګو ولایت ځايي چارواکي وایي پر یاد بند ۳۰۰ زره امریکايي ډالر لكښت راځي. د دغه ولایت د سينديزې حوزې رییس وايي، چې یاد بند د دغې ادارې تر څارنې لاندې جوريږي. نوموړي وویل په یاده پروژه کې ۱۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او لګښت به یې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له خوا ورکول کېږي. د میدان وردګو سرپرست والي وايي روان ۱۴۰۲کال به د ولایت په ډېری هغو سیمو کې د بیارغونې کارونه چټک شي چې پخوا د جګړو له امله بي
برخي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *