ساینس او ټکنالوجي

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

ټليفون هغه څه ده چې ډیر يې بې لارې کړو، ډير يې له خپل هدفه را وګرځول، د ډيرو يې قيمتي عمرونه

حسان مجاهد
ټليفون هغه څه ده چې ډیر يې بې لارې کړو، ډير يې له خپل هدفه را وګرځول، د ډيرو يې قيمتي عمرونه ضايع کړل او حتا ډیر يې د غمونو له امله د ځان وژنې ته وهڅول. خو ډير يې بیا دحق ملګري او له باطله بېزاره کړل، ډير په فکر او عقيده کې کاږه يې سم کړل او ډير يې په استعمال سره ددعوت او جهاد له ثوابه برخمن شول. په دې اساس ويلای شو چې ټليفون د خیر او شر تر منځ يوه داسې وسیله ده چې په استعمال پوري اړه لري.
د ټليفون تر استعمال وړاندې خپل نیت ته وګورئ، که مو نيت له خپلوانو او ملګرو سره دخپلوي او ملګرتیا پالنه يا د يو مهم کار طرحه وي، يا که مو نيت دسیمې او نړۍ خبرونه وي؛ نو څه پروا نه لري. که مو نيت دعوت، اصلاح، مضمون او مقاله لیکل او دحق په ملتيا دباطل پر وړاندې مبارزه وي نو دا نيت عبادت او جهاد بلل کېږي. اما که مو نيت د موسیقۍ په اوريدلو، ناروا فلمونو، سريالونو، ډرامو، ګيمونو له غلطو ملګرو سره په اړيکه دخپل خواهش پوره کول او طبيعت برابرول وي؛ نو دا ډول نيت نه يوازې چې په دنيا کې بدي پايلي لري، لکه (جسمي او فکري ناروغۍ، تريخ او بې موخې ژوند تيرول، کورني جنجالونه او …) بلکې د آخرت لپاره هم په لوړه کچه خرابونکي مواد بلل کيږي.
نو کله چې هم ټليفون را واخلئ؛ په سمه موخه یې وکاروئ، دیني او دنیوي ګټه ترې پورته کړئ، په داسې توګه يې مه کاروئ چې دلږ مصرف له لارې په واړه شي لويو فسادونو او فتنو ته لاره هواره کړئ، چي هم ستاسو ژوند له ګناه ډک شي او هم نورو ته دګناه زمينه برابره شي.
د ټليفون په استعمال کې د ځان لپاره غوره ملګري پيدا کړه، دګټورو ويب سايټونو، ګروپونو، فيجونو او اکاونټونو څارنه وکړه، که نا لوستی(بې سواده) يې نو دعلماوو بيانونه، ديني او فرهنګي خپرونې او غږيز درسونه اوره او که لوستی يې نو د ددیني، ادبي او فرهنګي ليکنو، مقالو او انټرنيټي کتابونو په لوست لاس پورې کړه، دمياشتي او اونۍ په ترڅ کې په يوه موضوع ليکل پیل کړه، دا کار که څه هم په لومړيو کې سخت بريښي خو په وروسته کې شاید درته آسانه او ګټور تمام
شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *