ادبشعرونه

ټپ ټپ یا موټرسایکل

(دا واقعه په میدان وردګو ولایت کې پیښه شوې وه)
مازدیګر دی کلی زیړ زرغون ځلیږي
لمر د دنګو چیــنارو په سر لګــیږي
هلته بر په نرۍ لاره څوک روان دي
د ټپ ټپ یـې نرۍ دوړه پورته کیږي
یو زلمی، یوه یــې ناوې محبـــوبا ده
او د ناوې غېږ تر سپــین ماشوم چاپېره
دا ماشوم یې د واده لـومړی ثمر دی
لا دوره د ناوېتــوب یې نه ده تېره
ناوې بیا د واده شین کمیس اغوستی
له سړي سره د پــلار کره روانه
د آسونو دور تېــر او موټر نشته
له غُربته په ټــپ ټپ سپره روانه
که موټر نشـته نو څه، مینه خو شته ده
یو کمـساری هَیَجان په لاره درومي
چا ویل؟ چې تنها دوه تنه روان دي
د پاک عشق عظیم توپان په لاره درومي
د تودې میـنې احساس، خوږې خبرې
د مَیـــنو زړو درزا او ټــــکــانـــونه
دا مزل خو دې لا څـو فرسنګه اوږد شي
خدایه لنډ مـکړې د ځمکې تناوونه
د شفق د سیــند په غاړه لمر ولاړ دی
د عشق دغې نندارې ته لاس تر زنې
څه ارام، څه اطمیــنان، څه خاموشي ده
کاش لا نه وای دا سـپېره غږ د بنګنې
په تلو تلو کې ورته نېـغ پیچومی راغی
چې ټپ ټپ دُوپُشـته نه شي پرې ختلی
نــاوې کـــوزه شـوه او پلې شوه روانه
څو خاوند یې ټــپ ټپ وشي خیژولی
د پیچومي سنـګریزې تېرې، ځیږې دي
خو د ناوې سترګې خښې په زلمي کې
کــله درد او په ســتړیا بانـدې پوهــیږي
د عشق غشي چې وي مات په کوم زړګي کې
ها دی ځوان د کــوتل سر ته نږدې شوی
په رخسار یې د لمر ژیړه وړانګه لګي
په نظر نه شي، ښکلا یې تالا نه شي
خزان تل په ګلوریـنه څانګه لګي
ناوې ګــام پر ګـــام روانه مخ پــر لـوړه
ماشوم غېــږ کې او خاوند یې په نظر کې
یو دم درز شو. . . له زلمـي شوه لمبه تاوه
ډرون بمبار وکـړ د نېـغ پیچــومي سر کې
ناوې ولړزېده، سترګې یې تیاره شوې
زبون وهلې شوه، مخ پورته یې کړې منډې
ځان ترې هېر، ماشوم ترې وغورځېد په لاره
په خاوند بل شوي اور ته یې کړې منډې
چې څه ګوري ځـوان د ډرون ګوزار خوړلی
په نازک بدن یې سـرې لمبې بلیږي
سپین فاسفورس یې پـه وجود پورې نښتي
په ترپکو دی، تپـیږي او وریتیږي
ناوې چیغې کړې، خو څوک به یې غږ واوري؟
لاس یې ټیټ کړل، ګوندې اور په خاورو مړ کړي
وچو پرښو یې نازک لاسونه غوڅ کړل
نصیب کله سـړی څومره اړ او پړ کړي!؟
په تش لاس کله ورمـخکې شي لمبو ته
د بــاروتو تــاو یـې وتــمبوي شـــا ته
کله وایي درځه! ته هـم ځان لمبه کړه
د ماشوم ژړا چـې واوري بیا شي پاته
زیړی لمر یې په نیـمکښه نظر څاري
یوه ناوې د مرګ ژونـد تر منځ حیرانه
ډکې سترګي غـړوي ښکته او پورته
د ماشوم او د خاوند تر منځ حیرانه
لمر پناه شو د کُـرې له شرقي اړخ نه
په غربي اړخ کې سـهار دی ورځ پیلیږي
ډرون حمله کې ایـله یو تن وژل شوی
دا خبــر له خــَبَرو نـه حسابیــږي…

ق عبدالستار سعید

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *