مقالی اوتبصرې

پاکستان ولې د افغانانو ځورولو نوې لړۍ پيل کړې؟ / ابو عمر

اصلاً ټول اهل اسلام يو ملت او کفر بل ملت دی، خو د مسلمانانو د غفلت او د کفارو د پرلپسې شيطاني دسيسو پايله دا شوه، چې نن يو اسلامي امت په لسګونو هېوادونو تقسيم شوی او بيا ټول اسلامي

اصلاً ټول اهل اسلام يو ملت او کفر بل ملت دی، خو د مسلمانانو د غفلت او د کفارو د پرلپسې شيطاني دسيسو پايله دا شوه، چې نن يو اسلامي امت په لسګونو هېوادونو تقسيم شوی او بيا ټول اسلامي هېوادونه خپلو کې سخت مخالف، خو کفارو سره کلکه ملګرتيا لري. حال دا چې الله تعالی ټول مسلمانان وروڼه بللي او رسول الله صلي الله عليه وسلم ټول اسلامي امت يو جسد بللی. همداراز؛ کفار مو دښمنان دي او د الهي قول مطابق؛ تر هغه به کفار له مسلمانانو راضي نه شي، تر څو چې د هغوی دين قبول نه کړي. نعوذ بالله!
د عامو مسلمانانو تر منځ اوس هم اخوت شته، خو ستونزه په حاکمانو کې ده، ځکه حاکمان يوازې خپلو ګټو ته ګوري، نه د اخوت په غم کې دي او نه پر «ولاء او براء» عقيده لري. ځکه خو وروڼه اسلامي هېوادونه يو د بل خلاف داسې کړنې تر سره کوي، چې انسانيت ترې شرميږي.
له بده مرغه، زموږ ګاونډی هېواد پاکستان هم کله نا کله افغانان له خوږ ګوتې نيسي، زموږ پر سر له کفارو سره قراردادونه کوي او مهاجر هېوادوال مو ځوروي. هسې خو له ابتداء څخه د حکومتونو په کچه د پاکستان او افغانستان اړيکې خرابې دي، خو که دقيق تحليل وشي، له دې ټولو ستونزو سره سره، پاکستان څخه موږ ته ډېر خير هم رسېدلی. کله چې شوروي ځواکونو پر موږ حمله وکړه، په ميليونونو هېوادوال مو پاکستان ته مهاجر شول او ښه عزت يې راکړ، بيا وروسته څه نا څه ځورونې زياتې شوې، خو بيا هم زموږ په ميليونونو هېوادوال تر اوسه هلته مېشت دي.
دا سمه ده چې پاکستان دا کار د خدای رضا لپاره نه دی کړی، دې کې هغوی هم خپلې ګټې درلودې، مګر دوه اړخيزې ګټې وې، موږ خپل اهداف درلودل او دوی خپل. که دغه پنا ځای نه وای، موږ ته به د شوروي يرغلګرو ماتول ډېر سخت شوي وو. همداراز؛ د امريکايي يرغل پر خلاف مبارزه کې بيا موږ پاکستان څخه د پنا ځای په توګه استفاده وکړه، سره له دې چې امريکايانو ته خو د يرغل لاره هم همدې پاکستان ورکړې وه. په هر صورت؛ که بيرته يې پناه نه وای راکړې، نو لا تر اوسه به دلته امريکايان حاکم وو.
تېر شل کاله چې د پاکستان پر خلاف دلته کوم تبليغات وشول، هغه له دې امله نه وو، چې پاکستان ولې تر اټکه زموږ خاوره قبضه کړې، بلکې د کرزي او غني د رژيمونو يوازنۍ ګيله همدا وه، چې ولې يې طالبانو ته پناه ورکړې؟! همدغو تبليغاتو څخه افغان ولس هم متأثره شو، حال دا چې دا خو يو مثبت کار دی، چې طالبانو ته يې پناه نه وای ورکړې، دا وطن به مو څنګه له صليبي يرغلګرو ازادولو؟! د تېر رژيم پر مهال پر ډيورنډ فرضي کرښه اغزن تار ولګول شو، پښتونخوا ته د تګ لپاره پاسپورټونه ورسره ومنل شول او غلامۍ نورې لسګونه معاهدې يې ورسره وکړې، ځکه هغوی له پاکستان سره په دې برخه کې هيڅ دښمني نه درلوده، د هغوی دريځ دا ؤ چې دا هر څه درسره منو، خو طالبان له خپلې خاورې وباسئ.
بيا تر هغه راوروسته؛ کله چې اسلامي امارت قایم شو، پاکستان يو ځل بيا داسې پاروونکي اقدامات پيل کړل، چې د هېواد، سيمې او نړۍ په کچه د بحث وړ وګرځېدل. کله نا کله پر ډيورنډ کرښه له افغان ځواکونو سره نښتې کوي، کله د اغزن تار تېرولو هڅې او کله پاکستان کې مېشت افغان مهاجرين ځوروي. لکه چې اوس يې تازه په سند ايالت کې په سلګونو افغانان زنداني کړي، چې ښځې، سپين ږيري او ماشومان هم پکې شامل دي، بيا د همدغو مظلومو او بې ګناه زندانيانو انځورونه هم پر ټولنيزو رسنيو خپروي.
نو د شنونکو په باور، ښايي د دغو پاروونکو اقداماتو يوه موخه دا وي چې پر اسلامي امارت فشار راوړي او پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار تېرولو اجازه تر لاسه کړي. دوهمه موخه به يې دا وي چې اسلامي امارت د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف اقداماتو ته اړ باسي، ځکه په دې وروستيو کې تحريک طالبان پاکستان بريدونه زيات کړي او پاکستاني چارواکي يې وراخطا کړي. همداراز؛ ښايي بله موخه يې دا وي چې د افغان ولس حساسيت راوپاروي، هغوی پر اسلامي امارت نيوکې وکړي، د ولس او امارت تر منځ فاصله ايجاد شي او بيا امارت مجبور شي چې د پاکستان فرمايشونه ورسره ومني.
نو د ډيورنډ فرضي کرښې پر سر معامله کول خو هيڅ امکان نه لري، اسلامي امارت به هيڅکله پاکستان ته پر پاتې ځايونو د اغزن تار تېرولو اجازه ورنه کړي، ځکه اسلامي امارت وطن پلورونکی نه، بلکې وطن ازادوونکی ځواک دی. همداراز د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف د اسلامي امارت کارول هم ځکه نا ممکن دي، چې تحريک د پاکستان له داخل څخه بريدونه کوي، د پاکستان ادعاوې هيڅ حقيقت نه لري، ځکه اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره دا وعده کړې چې افغان خاوره به د هيچا پر ضد نه کارول کيږي او دغه عهد ته ژمن دی. البته که د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف له اسلامي امارت څخه فتوای غواړي، نو دا کار هم ځکه ناممکن دی، چې اسلامي امارت په وار وار دا اعلان کړی، چې نه موږ د چا په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوو او نه دې نور هېوادونه زموږ په چارو کې لاسوهنه کوي.
نو پاکستان له دغو ځورونو څخه هيڅ هم نه شي تر لاسه کولی، بلکې زيان به يې دا وي، چې د افغانانو نفرت به نور هم ورسره زيات شي او د دوی د مظالمو له امله به د تحريک طالبان پاکستان داعيه نوره هم قوي شي.
ځکه خو پاکستان ته لازمه ده، چې پر خپله پاليسي له سره غور وکړي او داسې د عزت او اخوت لاره غوره کړي، چې د وروڼو مسلمانو هېوادونو تر منځ ټول نفرتونه له منځه ولاړ شي او يو له بل څخه سالمه استفاده وشي. په ښو اړيکو کې د دواړو هيوادونو ګټه ده، خو په شخړو او لانجو کې د دواړو تاوان دی، ګټه يې يوازې کفارو ته رسيږي. اسلامي امارت هم هڅه کوي چې د تفاهم او ډپلوماسي له لارې دغه ستونزې حل کړي، افغان سفارت سره پاکستان څو ځله د بنديانو د خلاصون ژمنې کړې، خو لا يې نه دي عملي کړي. خو څرنګه چې اسلامي امارت به ابتدائي حالت کې دی، هېواد مو تازه له جګړو راوتلی او اوس ايله پرمختګ ته اماده شوي يو، نو په هيڅ صورت بايد هيچا سره په نويو شخړو کې ښکېل نه شو. ټولې ستونزې بايد د تفاهم له لارې حل کړو او له صبر څخه کار واخلو. افغانان بايد پاکستان ته له غير رسمي سفر څخه په کلکه ډډه وکړي، تر څو له دغسې ستونزو سره مخ نه شو، کوم هېوادوال چې هلته ميشت دي، هغوی دې هم د راتلو هڅه وکړي، ځکه يوازې په خپل وطن کې د افغانانو عزت خوندي دی. په خپل وطن کې پر ستونزو صبر کول تر دې غوره دی، چې د سند په زندانونو کې بنديان شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *