سرمقالې

پرشرعي سزاګانو د ((يوناما)) نيوکې سراسر بې منطقه دي!

د اسلامي امارت وياند د يوناما وروستی راپور کاملاً بې اساسه ګڼلی او ترديد کړی يې دی، د يوناما په راپور کې راغلي وو افغانستان کې چې پر عام محضر نارينه او ښځينه و ته کومې بدني سزاګانې ورکول کېږي ملګري ملتونه يې په کلکه مخالفت کوي او دا د نړيوال منشور پر خلاف بولي،خو د اسلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد وايي،چې د افغانستان اوسنی قضايي سيستم تر پخوا ډېر زيات شفاف او منظم دی او هڅې روانې دي چې نور هم شفاف او منظم شي. په دې اساس نو دلته چې کومې فيصلې کېږي بې له شکه چې پوره نظم او شفافيت په کې وي، خو بل لورته بيا زموږ لپاره تر ټولو زياته خواشينونکې خبره داده چې د يوناما په ياد راپور کې له څرګندو ټکو سره پر سنګسار، درو وهلو او نورو بدني سزاګانو نيوکه شوې او دايې له نړيوال منشوره د افغانستان څرګند مخالفت ښودلی دی. مطلب دا چې د هغوی اعتراض يوازې پر قضايي سيستم او يا د شفافيت پر نشتوالي نه دی، بلکې په لنډو او څرګندو ټکو وايي چې بدني سزاګانې له نړيوال منشور سره په ټکر کې دي! د دې مانا دا شوه چې قضايي ادارې او محاکم که هر څومره شفافيت ولري، نړيوالې ټولنې ته دغه ډول سزاګانې د منلو او زغملو نه دي. د ملګرو ملتو دغه شان اعلاميې له شک پرته له اسلامي احکامو او لارښوونو سره ښکاره مخالفت لري، نتيجه دا شوه چې د ملګرو ملتونو په اعلاميو او منشوراتو کې د نړۍ دوو ميلياردو مسلمانانو عقايدو او باورونو ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی شوی، په دې ډول واضحه شوه چې کله د نړۍ پرمخ دريمې برخې انسانان په هېڅ نه شمېرل کېږي او د هغوی افکارو او نظرياتو ته څه پاملرنه نه کېږي نو بې له شکه ياده ټولنه بيا د نړۍ د ګردو ملتونو استازولي هم نه شي کولی، بلکې په څرګنده معلومېږي چې فقط د څو ځواکمنو زور واکو د ګټو ساتونکې اداره ده. بيا نو هغې ته نړيواله ټولنه او د ټولو ملتونو د استازولۍ نوم ورکول هم ناحقه دي. بل لورته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ظلم او وحشت داسې کړنې هم ترسره کېږي،چې د ګرد بشريت لپاره د شرم او بدرنګۍ لامل ګرځي خو ياده ټولنه بيا هم چوپه پاتې وي،تردې چې همدې نړيوالې امنيت شورا پر بې وزله افغانستان د امريکې او ناټو يرغل ته ښکاره اجازه ورکړه او بيا يې د هغوی په شل کلنو وحشتونو خوله هم چو له نه کړه. لنډه دا چې که د ملګرو ملتونو تر نامه لاندې دغه شان بې اساسه او ناقانونه څرګندونې کېږي او افغانانو ته همداسې ناحقه فرمايشات ورکول کېږي نو ډېراحتمال دی چې د افغان ولس په منځ کې به تشدد او تاوتريخوالی حتماً زياتېږي او ښايي دلته د ملګرو ملتونو له ټولو ادارو د عام ولس کرکه او نفرت کې بيخي زياتوالی راشي. ځکه افغانانو په تېرو څلورو لسيزو کې د خپلو عقايدو او ملي ارزښتونو لپاره بې مثاله قربانۍ ورکړې او ټول نړيوال پرې شاهدان هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *