افغانستان

پروان کې د ۱.۵ میلیون افغانیو په لګښت د یو کانال د کیندلو چارې پیل شوې

د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ د تنګي لولنج سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو پر بنسټ د عامه سړک د تخريب د مخنيوي، د اوبو نښلولو او د خلکو ستونزو د هوارې

د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ د تنګي لولنج سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو پر بنسټ د عامه سړک د تخريب د مخنيوي، د اوبو نښلولو او د خلکو ستونزو د هوارې په موخه د ۱.۵ ميليونو افغانيو په لګښت د یو کانال د کيندلو او اوبو نښلولو پروژې چارې پيل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛    د دغه پروژې د پرانیستلو مراسمو کې د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده وويل، چې موږ هڅه کوو د طبيعي پېښو د مخنیوي او د خلکو د تګ راتګ ستونزو د هوارې په موخه د غوربند درې مواصلاتي لارې په اساسي ډول ورغوو.

په همدې حال کې د پروان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس مولوي عبدالعليم احمد وويل، چې د دغه کانال د رغولو چارې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په مالي مرسته نن پيل او په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړې شي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست د پېښو د خطرونو مسوول انجنير هارون وويل، چې له لومړۍ سروې وروسته معلومه شوه، چې د کانال د نشتون له امله په دغه ولسوالۍ کې ٢٠٠ کيلومتره سړک او ٧٠٠ کورونه له خطر سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *