پروان کې يو شمېر رسنيو او خبريالانو سره مرسته وشوه
شریعت: د پروان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د رسنیو فعالیتونو د پراختیا او دغه راز د پېښو پر وخت انعکاس په موخه یې له یو شمېر خبریالانو سره مرسته وکړه.
شریعت: د پروان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د رسنیو فعالیتونو د پراختیا او دغه راز د پېښو پر وخت انعکاس په موخه یې له یو شمېر خبریالانو سره مرسته وکړه.
د پروان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق په دغه ولایت کې د رسنیو له یو شمېر مسوولینو او خبریالانو سره په کتنه کې هغوی د ټولنې سترګې او غوږونه وبلل او د ورځنیو پېښو او دولت د مهمو لاسته راوړنو په انعکاس کې یې د خبریالانو رول مهم وباله.
نوموړي خبریالانو ته په خبرو کې وویل، چې هڅه کوي د په هره برخه کې د خبریالاتو ډېر ملاتړ وکړي.
په دغه کتنه کې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق له همکارۍ مننه وکړه او پر وخت د خبر رسونې ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د دغه کتنې په پای کې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو د ملاتړ په موخه روغتیایي کېټونه هم ورکړل شول.