افغانستان

پروان کې ۵۶۱ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

د پروان د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ناستې په جوړولو او  د میاخېل، ملا محمد خېل او ناصري  کلیو د ځینو برخو په لیدنې سره، ۵۶۱.۷۳ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او د هغې غاصبان یې مشخص کړل.   دغه راز د دغه ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ د خم کلان سیمې له اوسېدونکو سره وکتل او له هغوی سره يې د ځمکې د غصب څخه د ځان ساتلو په اړه خبرې وکړې.

له بلې خوا د ننګرهار د تخنیکي هیئت په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کوز کنړ ولسوالۍ د ځمکو د غصب موضوع د ولایت له مقام سره شریکه کړل شي. دغه راز یاد هیئت د کوټ ولسوالۍ او هسکې مینې د میدان سیمه وڅېړله او په پایله کې یې امارتي ځمکه تثبیت کړه.
پر دې سربېره د دوو تېرو ورځو په لړ کې فاریاب، سرپل، جوزجان، تخار، سمنګانو، بغلان او غور ولایتونو کې هم د غصب شویو ځمکو تخنیکي هئیتونو خپلې ناستې کړې دي او د امیرالمومنین حفظه الله فرمان یې خلکو ته تشریح کړی او ترې غوښتي یې دي، چې له غصب څخه ډډه وکړي.
د کابل تخنیکي هیئت، د ملاه ترخېل ښارګوټي د څېړلو راپور جوړ کړ او دوه تخنیکي ټیمونه یې د ګوسفند درې، خاک جبار او د ملا جاوید او المصور ښارګوټو د څېړنې په موخه وټاکل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *