دینې لیکنېلیکنې

پر الله تعالی توکُل د صادقو خلکو عبادت دی

توکل پر الله تعالی د رښتيا ويونکو انسانانو عبادت دی او د مخلصينو لاره ده، الله تعالی په توکل کولو خپل را استول شوي انبياء او خپل اولياء امر کړی دی او فرمايي: وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ وَكَفى بِهِ بِذُنُوبِ عِبادِهِ خَبِيرًا.[الفرقان58] ژباړه: پر هغه ذات توکل وکړه چې ژوندی دی نه مړ کېږي او د ده په حمد تسبيح ووايه او د بندګانو په ګناهونو خبرېدونکی همدی کافي دی.
همداسې فرمايي: وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ.[الشعراء217] ژباړه: پر غښتلي او مهربانه ذات توکل وکړه.
همداسې الله تعالی عام مؤمنان پر توکل امر کړی او اووه ځايه يې په قرآن کې فرمايلي دي: وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ. ژباړه: پر الله تعالی بايد مؤمنان توکل وکړي.
د توکل تعريف:
توکل په لغت کې په يو کار کې پر يوچا اعتماد کولو ته وايي او په اصطلاح کې د دنيا او آخرت په کارونو کې د مصلحت په راجلبولو او ضرر په دفع کولو کې پر الله تعالی د زړه باور کولو ته وايي.[العلوم والحکم لابن رجب] او جرجاني رحمه الله فرمايلي دي: توکل پر هغه شي باور دی چې له الله تعالی سره شته او نا اميدي ده د هغو شيانو چې له خلکو سره شته.[التعريفات] په اسبابو عمل کول د توکل سره منافات نه لري:
د حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې دی وايي: يو سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: زه خپله اوښه وتړم بيا توکل وکړم او که يې اېله کړم بيا توکل وکړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ويې تړه بيا توکل وکړه.[سنن ترمذي] د توکل ډولونه:
۱- د خوب په وخت کې توکل کول.
براء بن عازب رضي الله عنهما روايت کوي چې رسول الله (ص) وفرمايل: کله چې د خوب ځای ته ولاړ شې نو اودس وکړه لکه د لمانځه لپاره چې اودس کوې بيا پر راسته طرف ويده شه او داسې ووايه:
اللهم أسلمت وجهي إليك، وفوضت أمري إليك، وألجأت ظهري إليك، رغبة ورهبة إليك، لا ملجأ ولا منجى منك إلا إليك، آمنت بكتابك الّذي أنزلت، وبنبيك الذي أرسلت، فإن مت من ليلتك فأنت على الفطرة، واجعلهنّ آخر ما تتكلم به».
ژباړه: ای الله! ما خپل مخ تاته تسليم کړی، خپل کارونه مې تاته سپارلي، خپله شا مې تاته تکيه کړې په خاطر د شوق تا ته او ويرې ستا څخه، ستا څخه هېڅ د پناه ځای او نجات نشته مګر تا ته، ما پر هغه کتاب ايمان راوړی چې تا نازل کړی او ستا پر هغه نبي مې ايمان راوړی چې تا را استولی.
نو که ته په دغه شپه کې مړ شوې نو پر فطرت مړ شوی يې او خپلې آخرې خبرې همدغه وګرځوه.
۲- د لوږې راتللو په وخت کې:
په صحيح ترمذي کې حديث دی چې رسول الله (ص) وفرمايل: پر چا باندې چې لوږه راشي نو هغه يې خلکو ته وړاندې کړي لوږه يې نه ختمېږي او که يې الله ته وړاندې کړه نو ژر دی چې الله به اوس يا په راتلونکې کې رزق ورکړي.
۳- له دښمنه د مخ اړولو په وخت کې:
الله جل جلاله فرمايي: فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا. [النساء: 81] ژباړه: له دوی مخ واړوه او پر الله (ج) توکل وکړه او الله ضامن بس دی.
۴- کله چې خلک ستا څخه مخ واړوي:
الله تعالی فرمايي: فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لا إِلهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وهو رب العرش العظيم.[التوبة: 129] ژباړه: که دوی له تا څخه مخ واړوي نو ته ووايه الله تعالی زما بس دی، نشته حق معبود مګر دی دی، پر ده زما توکل دی او دی د لوی عرش رب دی.
۵- له دښمنانو سره د سولې کولو په وخت کې:
الله تعالی فرمايي: وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَها وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ. [الأنفال: 61] ژباړه: که دوی سولې ته غاړه کېښودله نو ته هم غاړه ورته کېږده او په الله توکل وکړه.
۶- له دښمن سره د مخامخ کېدلو په وخت کې:
الله تعالی فرمايي: وَما لَنا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدانا سُبُلَنا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلى ما آذَيْتُمُونا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ.[ابراهيم12] ژباړه: څه شی دی موږ لره چې پر الله تعالی به توکل نه کوو په داسې حال کې چې موږ يې زموږ لارې ته هدايت کړي يو او موږ به ارومرو پر هغه آزار باندې صبر کوو چې تاسې يې موږ ته رسوئ او پر الله توکل کوونکي توکل کوي.
۷- د مشکلاتو د راتللو په وخت کې:
الله تعالی فرمايي: قُلْ لَنْ يُصِيبَنا إِلَّا ما كَتَبَ اللَّهُ لَنا هُوَ مَوْلانا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ.[التوبه51] ژباړه: ووايه چې موږ ته نه رسېږي مګر هغه څه چې الله زموږ لپاره ليکلي وي دی زموږ بادار دی او پر الله (ج) بايد مؤمنان توکل وکړي.
۸- له کوره د وتلو په وخت کې:
په حديث شريف کې راځي: کله چې سړی له کوره وځي بايد ووايي: بسم الله توکلت علی الله لا حول و لا قوة إلا بالله.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *