افغانستانروغتیا

پر سوري زړه اخته لسګونه ماشومانو درملنه کېږي

‏د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري تیره ورځ په پلازمېنه کابل کې د سوري زړه اخته ۳۸ ماشومان د عملیاتو او درملنې په موخه دریو روغتونونو ته ور وپېژندل شول.
افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په تېرو شاوخوا ۹ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ ۱۰۹۱ اخته ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي
د یاونې وړ ده، چې د یادو ماشومانو د عملیاتو او درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *