لیکنېمقالی اوتبصرې

پر سیمه او نړۍ د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو اغېزه

افغانستان د سیمې لپاره د اتصال یوه داسې مهمه کړۍ ده چې په بحراني حالت کې یې د سیمې هیوادونه له ګڼو ستونزو سره مخ کېدای شي.
په اقتصادي برخه کې د سیمې لپاره د افغانستان ارزښت خورا زیات حیاتي رول لري او له منځنۍ اسیا سره د وصل یوازینۍ لاره یې بللای شو. د تجارتي اموالو د لېږد رالېږد له ټولو ارزانه لاره د سیمې لپاره افغانستان دی، چې دا مهال پرې د ډېرو هیوادونو اموال انتقالېږي. پر دې بنسټ ګاونډي هیوادونه په دې برخه کې اړ دي چې له افغانستان سره تعامل وکړي.
که افغان حکومت په رسمیت وپېژندل شي، له دې سره به د سیمې د هیوادونو ګډې پروژې (لکه ټاپي، کاسا زر، او ورته نورې) بېرته په چټکۍ پیل شي، نړیوال بانک به د سیمې په کچه له درېدلو پروژو سره یو ځل بیا تعامل پیل کړي، ځکه چې افغانستان د دې پروژو یو مهم اړخ دی. نړیوال بانک اوس په دې بهانه تعامل نه کوي چې افغان حکومت لا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. د امارت په رسمیت پېژندل کېدو سره به د سیمې هیوادونه ډیرې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي، چې افغانستان به یې هم برخه وي. دا هم باید وویل شي چې په اقتصادي ودې سره په سیمه کې بحرانونه پای مومي او د ټیکاو دریڅې پرانیستل کېږي.
له دې ورهاخوا، په امنیتي لحاظ هم د سیمې لپاره یو پر امنه افغانستان ډېر مهم دی، ځکه که چېرې په افغانستان کې یو مستحکم نظام موجود وي نو له دې سره امنیت هم خوندي کېږي او ګاونډیانو ته ترې ستونزې نه شي ایجادېدای او که چېرې په افغانستان کې داسې یو نظام وي چې له ستونزو سره مخ وي، نو په دې کې شک نشته چې زیان به یې ګاونډیو هیوادونو ته هم رسېږي.
په نړیواله کچه هم همدا قضیه صدق کوي. که نړیوال غواړي پر امنه افغانستان تجربه کړي، نو باید له افغان حکومت سره تعامل وکړي او په رسمیت یې وپیژني. اوس دوی ته بله لاره نه ده پاتې او نه تر اوسني نظام بل ښه بدیل پیدا کولای شي. دلته ډېر تجربه شول. نه یوازې دا چې هغوی نړیوالو ته په سترګو کې شګې واچولې، بلکې افغان ولس یې هم ناراضه کړی او ملت یې هیڅکله نه غواړي.
د دې پرځای چې نړیوال له افغانانو لاس پر سر شي، ښه به دا وي چې د ځان، جهان او افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره له افغانانو سره تعامل وکړي؛ او د سیمې د امنیت او ثبات د خرابولو پر ځای دې د سیمې د بیا رغونې لپاره کار وکړي. دا د ټولې نړۍ په ګټه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *