سرمقالې

پسرلی او د نیالګیو جاري صدقه !

معلومه ده چې نن سبا زموږ په ټول هېواد کې د نیالګیو دکرلو خوراښه موسم اوغوره فرصت دی ، ښه موسم په دې چې د پسرلي ورځې دي او دا د بشپړکال په طبیعی يون کې دکایناتو دخالق او مالک له تکویني قوانینو سره سم همېشه پرخپل وخت راغلی او راځي ، دغه راز ښه موقع اوغوره فرصت هم زموږ د بشری او ټولنیزو حالاتو د بدلون پايله کې منځ ته راغلی. ځکه افغان ولس ترلسیزو ناخوالو ، بهرنیو یرغلونو ،جګړو ، مصیبتونو خپل منځی اخ وډب نا امنیو او بلا ستونزو وروسته ایله اوس یو داسې فرصت موندلی چې پرته له ویرې ترهې په ډاده اوبې غمه زړه له بهرنیو فرمایشاتو اومداخلو ليرې او یوازې له خپلوټاکلو لومړیتوبونو سره دخپل هېواد آبادۍ او سوکالۍ ته ملاوتړي او دخپلو لاسوپه ټناکويې پرځان بسیا، له سیالانو سره سیال او د پردیو له احتیاجه وژغوري، پرته له شکه دا د خپلواکۍ برکت دی او پرموږ ټولو لازمه ده چې له بهرنیو صلیبی دښمنانو دخلاصون په شکرانه کې ترهرڅه لومړی پرخپل ځان او خپله ټولنه دګردو الهی لارښوونو او قوانینو په تطبیق کې هڅه او هاند وکړو او دویم دا چې دهمدې مسلمان او غيرتي ولس دهوساینې اوبسیاینې لپاره د اخلاص اوهمت ملاوتړو . په دې لړکې یو ډېر مهم ګام دادی چې د هېواد انتظامي، دیني او ټولنیزمشران ، مخور، زلمی اوکشران ګردسره دموجوده پسرلي له مناسب فرصت پوره پوره ګټه واخلو ، دا موسم دنیالګیو او نورو مناسبو کروندو یوه غوره موقع ده ،ددغې موقع داهمیت پېژندنه هم خورا ضروري چاره ده زموږ دملت واړه او زاړه باید ددې موسم په ارزښت او په دې کې په خصوصی توګه دنیالګیو دکرلو په ګټو ډېر ښه وپوهول شی، دا وخت ترهرچا زیات دحکومت لوی مرکزي مشران او سيمه ییزچارواکي مسؤليت لری چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې دنيالګیو کرلو لپاره اولسي پرګنې او خصوصي پانګه وال وهڅوي ترڅو هرفرد ترخپله وسه په دغو ولسي اشرونوکې ونډه واخلي اوپه دې ډول خپل ځپل شوی هېواد سمسور او ښېرازکړي، واقعیت دادی چې که ونې بوټي اونیالګي کرل له يوې خوا پرېمانه مادی ګټې لري.مثلاْ چاپېريال ښایسته کوي د بادو او توپانو مخه نیسي، د سېلابونو زیانونه کنټرولوي، دسونګ مواد چمتو کوي، د ودانیو د اړتيا سامان په لاس راکوي اوپه لسګونو همداسې نورې ګټې ترې اخلو ، له بلې خوا دا يوه جاري صدقه هم ده او په دیني نصوصوکې يې هڅونه او سپارښتنه هم شوې . تردې چې وايي که دهوا مرغان انسان او بل هرحيوان څه خوراک یا څه نوره استفاده ترې وکړي داهرڅه به یې د څښتن لپاره صدقه وي ، په دې اساس نو دا وخت په کارده چې دجومات له منبره او د جرګو له چوترې نيولې ترمهمو سرکاري مقامونو، رسنیو او ټولنیزو شبکو پورې هرمسلمان او با احساسه هېوادپال افغان په دې ملي اشرکې ترخپله وسه برخه واخلي،مطلب هم خپله عملي کارته ملاوتړي ا وهم نوروهڅوي په دې توګه موږکولای شو که خدای کول لږه موده کې خپل هېواد سمسور، عوايد زیات او داغیارو له احتیاجه خپل ځان اوهېوادوال وژغورو، موږ باور لرو چې ددې ځوريدلي ملت او کنډواله شوې اسلامی خاورې چوپړ او د ودانۍ خدمت به ځکه له يوې مهمې دیني فریضې کم نه وي چې دادی هره ورځ داغيارو له پيغورونو ډکې خبرې په خپلو غوږو اورو او ښه پوهيږو چې دوی ولې شپه ورځ زموږ دبېوزلۍ ،لوږې او بدې ورځې نغارې ډنګوي. له همدې کبله موږ هم چې ځانوته پاخه مسلمانان او مېړني افغانان وایو، باید چې په مړو سترګو د دوی د بسپنو او خیراتو اخیستلو او خوړلو پرځای ، په هرممکن صورت دخپل ځان او هېواد د بسیاینې لپاره شپه ورځ یوه کړو ، له غیرت او همته کار واخلو ، ځانونه ستومانه کړو اوچې څومره ژر کېدای شي خپل حالت بدل او لاسونه دخیرات اخیستونکو پرځای خیرات ورکوونکي وګرځو ، یوازې په دې ډول د دښمن خوله بندولی او داسلام اوخپل غیرت ښه څرګندونه کولی شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *