افغانستان

پنجشېر او بدخشان کې نږدې ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول

د پنجشېر او بدخشان امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې نږدې ۸۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

د پنجشېر او بدخشان امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې نږدې ۸۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

د پنجشېر د امنيې قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير حرمت الله باختر آژانس ته وويل، چې د دغه ولایت په مرکز کې امنیتي ځواکونو په یوه سوزکي ډوله موټر ځای پرځای شوي  ۷۶۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

نوموړي وویل، چې د یادو نشه یي توکو په تړاو یې موټر چلوونکی هم نیولی دی.

د یو بل خبر له مخې؛ د بدخشان د امنيې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو یو تن له ۱۲ کلیوګرامه تریاکو سره یو ځای نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عاليقدر امير المؤمنين د يوه فرمان له مخې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو د کرکيلې او کارخونو له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت ګډو ځواکونو جدي مبارزه پيل کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *