دینې لیکنې

په اسلام کې د خاوند د انتخاب آزادي

اسلام يوازينی هغه دين دی چې مېرمنې ته يې هغه حقوق ورکړي چې نورو دينونو نه دي ورکړي، اسلام په

محمد يعقوب نائل / د غالب پوهنتون استاد
اسلام يوازينی هغه دين دی چې مېرمنې ته يې هغه حقوق ورکړي چې نورو دينونو نه دي ورکړي، اسلام په مکلفيتونو کې ښځه د نارينه سره برابره کړې، که په شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه په نارينه فرض دي، نو په ښځه هم فرض دي، خو کله کله د ځينو وجوهاتو له وجې له مېرمنو څخه ساقطېږي او بالغ سړی هر وخت د لمونځ په ادا کولو مکلف وي، که زکات ادا کول په نارينه باندې فرض دي، په ښځه هم فرض دي، دغه راز که نارينه جنت ته تلی شي، نو ښځه هم تلی شي، همدا وجه ده چې د قرآن کريم په گڼو آيتونو کې له نارينه سره څنگ پر څنگ د مېرمنو ذکر هم شوی، فرمايي: ژباړه: (سورة الأحزاب: ۳۵).
د عباداتو په دغو مکلفيتونو چې اسلام ښځې ته څومره امتياز ورکړی، هيڅ فکر او مذهب نه دی ورکړی، هغه که عيسويت وي، يهوديت وي، هندوييزم وي، بدهـ مت وي، کميونيزم وي، کيپټليزم وي او که ديموکراسي وي.
بلکې که ووايو چې اسلام په ځينو ځايونو کې ښځو ته په نارينه وو باندې هم اوچته مرتبه ورکړې، نو هيڅ کمه به نه وي؛ ځکه چې زموږ پېغمبر عليه السلام فرمايي: «الجنة تحت أقدام الأمهات».
ژباړه: جنت د مورگانو تر پښو لاندې دی.
تاسو ته د اسلام دا قانون معلوم دی چې په اخرت کې هيڅ دنيوي رشته پکار نه راځي، خو يوازې د خاوند او مېرمنې رشته ده چې که په دنيا کې يې دوام وکړ، نو په آخرت کې به هم دوام لري.
اسلام دی چې نر او ښځې ته يې په خپله دايره کې مکمله ازادي ورکړې، د جاهليت هغه محدوديتونه چې تر اسلام وړاندې وو، په ځانگړي ډول په ښځو، اسلام هغه ټول ختم کړل، الله فرمايي:
ژباړه: دروند تکليفونه او زنځيرونه چې په هغوی باندې وو، هغه يې ترې ختم کړل. ( سورة الاحزاب 35)
تاسو وينئ چې کله په اسلام کې له خپلوانو څخه څوک مړ شي، نو د لومړی ورځې څخه يې وارثان د تکفين، تجهيز او تدفين غم خوري، اسلام د جاهليت زمانې هغه دروند بوجونه ختم کړل چې ملا ماتوونکي وو، همدا راز د نکاح په معامله کې، لکه عبد الرحمن بن عوف -رضي الله عنه- چې ماښام يې واده کړی و، سهار نبي -عليه السلام- وليد چې په جامو باندې يې د نوي واده نخښې معلومېدلې، پوښتنه يې ترې وکړه چې مهر دې څومره ورکړ؟ ويل يې: «د خورما د دانې په اندازه سره زر» بيا يې ورته وفرمايل: وليمه وکړه او يو گډ پکې حلال کړه.
هغه نکاح چې درېيم سړی ورباندې نه خبريــــږي، خو نن سبا ودونه ملا ماتوونکي دي، رواجونه تاسو وينئ!
اسلام ددې لپاره راغلی چې خلک د بندگانو له محدوديتونو څخه ازاد او د رب حکمونه پرې ومني، ځکه چې په دې کې زموږ گټه ده.
همدا وجه ده چې شريعت حکم کوي: کله چې ښځه بلوغ ته ورسېږي، د هغې خوښه چې له چا سره نکاح کوي، آن مور – پلار او هيڅ ولي دا اختيار نه لري چې د هغې له خوښې پرته يې چاته په نکاح ورکړي، اسلام هغې ته مکمله ازادي ورکړې، تردې پورې که د پلار يا نيکه پرته يې څوک په وړوکوالي کې چاته په نکاح ورکړي، نو د بلوغ سره سم شريعت هغې ته اختيار ورکوي چې خيار بلوغ ورته ويل کېږي، له هغې څخه به پوښتنه کېږي چې ايا رشته دې خوښه ده او که نه؟ که خوښه يې نه وي، نو دا رشته به ماتېږي، د مېرمنو د ازادی ښه وضاحت لپاره د صحابه وو له دورې څخه څو مثالونه درته ږدم:
د صحابه کرامو -رضي الله عنهم- په دور کې مېرمنو ته څومره ازادي وه؟
(۱) أم کلثوم چې د ابوبکر صديق -رضي الله عنه- له وفات وروسته يې پيدا شوې لور ده، عمر -رضي الله عنه- چې د وخت حاکم و، غوښتل يې چې د ابوبکر صديق -رضي الله عنه- له کورنۍ سره يې رشته دايمي وي، هغې ته يې د نکاح پيغام ولېږلو، (سره له دې چې د هغې خپله مور ژوندی وه، خو د ام المؤمنين عايشې -رضي الله عنها- تر تربيې لاندې وه) أم کلثوم د احتجاج په توگه وويل: زه نه غواړم چې د عمر -رضي الله عنه- سره نکاح وکړم، عايشې -رضي الله عنها- هيڅ ونه ويل، عمرو بن العاص -رضي الله عنه- يې راوغوښت او ورته يې کړه چې لاړ شه او عمر -رضي الله عنه- ته ووايه! موږ ستا سره خيښي نه غواړو.
(۲) أم أبان بنت عتبه چې ښايسته صحابيه وه، يوازينی هغه مېرمن ده چې له کونډېدو وروسته د عشره مبشره څخه څلورو صحابه کرامو -رضي الله عنهم- د نکاح پيغام ور ولېږلو، په هغوی کې عمر -رضي الله عنه- و، علي -رضي الله عنه- و، زبير -رضي الله عنه- او طلحه -رضي الله عنه- وو، خو هغې د طلحه -رضي الله عنه- سره نکاح وکړه.
(۳) دغه راز د انس بن مالک -رضي الله عنه- مور أم سليم -رضي الله عنها- چې ښايسته مېرمن وه، کله چې کونډه شوه، نو خلکو هغې ته رشتې رالېږلې، په دوی کې أبو طلحه -رضي الله عنه- هم و چې دغه وخت يې اسلام نه و راوړی، خو أم سليم -رضي الله عنها- ورته وايي: په ټولو رشتو کې مي ستا رشته خوښه ده، خو دا چې ته تر اوسه مشرک يې او اسلامي قانون دا دی چې د کافر او مسلمان ترمنځ نکاح نه صحيح کېږي، نو ته بايد اسلام ومنې او زه به درسره نکاح وکړم، أبو طلحه -رضي الله عنه- اسلام راوړي او أم سليم -رضي الله عنها- ورسره په خپله خوښه نکاح کوي.
(۴) جميله بنت عبد الله بن أبي بن سلول چې د ثابت بن قيس بن شماس سره يې واده شوی و، خاوند يې ښايسته نه و، خو جميلې ښايست درلود، رسول الله -صلّی الله عليه وسلّم- ته راغله، ويل يې: اې د الله تعالی رسوله! ثابت مي خوښ نه دی، پوښتنه کوي چې ولې؟ وايي: په دين او ايمان يې زما هيڅ نيوکه نشته، خو ښايست نه لري، زه غواړم له داسې سړي سره واده وکړم چې له رنگه ښايسته وي، رسول الله -صلّی الله عليه وسلّم- ورته فرمايي: سمه ده؛ خو هغه چې تاته کوم مهر درکړی، بايد واپس يې ورکړې! هغې وويل: سمه ده، همدا و چې د دواړو ترمنځ خلع وشوه او نکاح ماته شوه.
(۵) زموږ په فقه کې د خيار عتق مسئله ده، کله چې مينزه ازاده شي، نو هلته هم ښځې ته اختيار دی چې له خپل زوړ خاوند سره پاتې کېږې او که نوې نکاح کوي، بريره هغه مينزه ده چې د خيار عتق وروسته نبي -عليه السلام- مشوره ورکوي چې د خپل زوړ خاوند مغيث سره پاتې شي؛ هغه ورته وايي: اې د الله تعالی رسوله! ايا دا ستاسو حکم دی؟ هغه ورته وايي: نه! بلکې سپارښتنه درته کوم، بريره ورته وايي: زه هغه ته اړتيا نه لرم. اسلام وايي: له واده وړاندې ښځه او خاوند بايد يو بل (يو نظر) وويني، دا د همدې لپاره چې له واده وروسته ژوند يې په خوشحالی تېر شي، همدا وجه ده چې اسلام د خاوند په انتخاب کې مېرمنې ته مکمله ازادي ورکړې، هيڅ ځای داسې نشته چې رسول الله -صلّی الله عليه وسلّم- يا صحابه کرامو -رضي الله عنهم- له مېرمنو سره په زوره نکاح کړې
وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *