لیکنېمقالی اوتبصرې

په اسلام کې د دوستي او دښمني نښې

د اسلام په سپیڅلی دین کې د دوستي او دښمني نښې په لاندې ډول بیانیږي:
لومړی: د کافرانو د دوستي نښې نښانې:
۱ ــ له کافرانو سره په پوښاک، خبرو او نورو څيزونو کې مشابهت کول.
له هغوی سره په پوښاک، خبرو اترو او … کې مشابهت کول، له هغوی سره په مينه، محبت او دوستي دلالت کوي. نو له دې امله نبي کريم صلی الله عليه وسلم ويلي: «من تشبه بقوم فهو منهم.» چا چې له کوم قوم سره ځان مشابه کړ، نو هغه له دوی څخه دی.
هغه څه چې د کفارو له ځانګړتياوو څخه دي، په هغه کې ورسره مشابهت کول حرام دي. چې د هغوی عادات، عبادات، هيئت او اخلاق ځانته غوره کړي، لکه: ږيره خريېل، برېتونه اوږدول، د هغوی په ژبه خبرې کول (یوازې د اړتيا په وخت کې روا دي) او د جامو په اغوستلو، خوراک، څښاک او نورو شيانو کې ځان د هغوی غوندې برابرول.
۲ ــ د هغوی په هېوادونو کې هستوګنه کول او له هغه څخه د دين لپاره نه تلل:
بېشکه هجرت په دې معنی او د دې غرض لپاره پر مسلمان واجب دی؛ ځکه بيا د ده هستوګنه د کافرانو په هېوادونو کې، له هغوی سره د ده په مينه او دوستۍ دلالت کوي. او له دې ځايه الله جل جلاله د کافرانو په منځ کې ميشتېدنه حرامه کړې ده، چې کله دی (مسلمان) د هجرت کولو توان هم ولري. الله تعالی وايي: ژباړه: هغه کسان چې په ځانونو يې ظلم کړی او په دې حال کې ملايکې د دوی د روح اخيستلو لپاره راشي، ورته وايي: «تاسو په څه حال کې وی؟» دوی وايي: «مونږ په زمکه کې بېوزله (کمزوي) وو.» پريښتې وررته وايي: «آيا د الله جل جلاله زمکه پراخه نه وه، چې هجرت مو په کې کړی وای؟» نو د داسې خلکو هستوګنځی جهنم دی او هغه د ورګرځېدو بد ځای دی، البته هغه کمزوري سړي، ښځې او ماشومان (له دې انجام څخه مستثنی دی) چې (د هجرت کولو) نه څه چاره لري او نه (د وتلو) کومه لار پېژني. د نساء سورت، ۹۷ او ۹۸ اياتونه.
نو الله جل جلاله د کافرانو په هېوادونو کې هستوګنه عذر نه دی بللی، يوازې هغه بېوزله او کمزوري (مسلمانان) يې ترې مستثنی کړي، چې د هجرت کولو توان نه لري او همدارنګه هغه څوک، چې د هغه په اوسېدو کې ديني مصلحت وي، لکه د الله جل جلاله لور ته دعوت او بلنه او د هغوی په هېواد کې د اسلام خپرول.
۳ ــ د هغوی هېوادونو ته د ګټې وټې او چکر لپاره تلل:
او د کافرانو هېوادونو ته سفر کول حرام دي، يوازې د اړتيا لپاره جايز دی، لکه علاج (درملنه)، سوداګري، د ګټور تخصص د ترلاسه کولو لپارره (تعليم حاصلولو) لپاره، چې هغه له دې پرته بل ځای حاصلول ممکن نه وي؛ بيا سفر کول جايز دي. خو دا هم د اړتيا په اندازه او کله چې اړتيا پوره شوه، نو د مسلمانانو هېوادونو ته بېرته راتلل واجب دي.
او دغه رنګه د دې سفر دا شرط دی، چې د خپل دين څرګندونکي به وي، په اسلام به فخر او وياړ کوي او د شر له ځايونو څخه به ځان ژغورونکی وي، د دوښمنانو له چلونو او دسيسو به ځان ساتي. همداشان د دعوت او د اسلام د نشرولو او خپرولو لپاره د هغوی (کفارو) هېوادونوته سفر کول روا دي.
۴ ــ د مسلمانانو خلاف د هغوی مرسته او ملاتړ کول او د هغوی ستاينه کول:
او دا (د اسلام له نواقضو (ماتوونکو) او د ارتداد له اسبابو څخه دي)، له دې څخه الله ته پناه ور وړوو.
۵ ــ له هغوی (کفارو څخه) مرسته غوښتل، باور پرې کول، په دندو د هغو ګومارل، په هغو دندو، چې په هغه کې د مسلمانانو رازونه پت وي، هغوی رازلرونکي جوړول او سلاکاران نيول:
الله تعالی وايي:ژباړه: اې مؤمنانو! له خپلو پرته د کوم کس رازلرونکي مه جوړېږئ. دا خلک ستاسو په بدخواهۍ کې هيڅ کمی نه کوي. د هغوی د زړه غوښتنه دا ده، چې تاسو ته تکليف ورسوي. دوښمني يې له خولو هم څرګنده شوې او کومه دوښمني (عداوت) چې په سينو کې پټوي، هغه له دې ستر دی. مونږ تاسو ته نښې بيانونکې خبرې ښکاره ښکاره بيان کړې، په دې شرط چې له عقله کار واخلئ. وګورئ، تاسو داسې ياستئ چې له هغوی سره مينه کوئ او هغوی له تاسو سره محبت نه کوي. او تاسو په ټولو اسماني کتابونو اېمان لری. او (د هغو دا حال دی) کله چې له تاسو سره مخامخ شي، وايي: مونږ (په قرآن) اېمان راوړی. او کله چې ګوښه شي (نو) ستاسو خلاف له غوسې نه ګوتې چيچي. (هغو ته) ووايه، چې: «له ډېرې غوسې مړه شئ.» الله (جل جلاله) په سينو کې په پټو خبرو ښه پوهيږي. که چېرې تاسو ته څه ښېګڼه در ورسيږي، دوی خپه کوي. او که څه تکليف درپېښ شي، په هغه باندې خوښيږي. او که صبر وکړئ او تقوی غوره کړئ، د هغوی چل څه زيان نه شي در رسولی. چې څه کوئ، هغه ټول د الله (جل جلاله د علم او قدرت) په احاطه کې دي. د آل عمران سورت، ۱۱۸ ــ ۱۲۰ آيتونه.
نو دا اياتونه دکافرانو دسيسې او هغه څه، چې دوی يې په زړونو کې د مسلمانانو خلاف پټوي؛ هغه تشريح کوي او کوم تدبيرونه (دسيسې) چې د مسلمانانو په ضد يې له مکر او خيانته ډک جوړوي. او (دا اياتونه) هغه څه تشريح کوي، چې مسلمانانو ته په کړاو رسېدو خوښيږي او په ښېګڼه رسېدو خپه کيږي. او همدا کافران دا لاس ته راوړي، چې د مسلمانانو باور تر ګوتو کړي او بيا هغوی ته کړاونه ورسوي.
امام احمد رحمه الله له ابو موسی اشعري رضی الله عنه نه نقل کوي، وايي: ابوموسی رضی الله عنه وويل: ما عمر فاروق رضی الله عنه ته کړه، چې زه يو نصرانی (عيسوی) کاتب لرم. هغه وويل: څه درباندې شوي، الله جل جلاله دې مړ کړه؟ آيا تا د الله تعالی دا قول نه دی اورېدلی: ژباړه: اې مؤمنانو! يهود او نصاری ملاتړي (دوستان) مه نيسئ. دوی خپلو کې د يو بل ملګري دي. د مائده سورت، ۵۱ آيت. ولې دې يو مسلمان کاتب نه دی ګومارلی؟ ما وويل: اې اميرالمؤمنينه! د هغه خپل دين دی، زما يې کتابت او ليکل په کار دي. هغه وويل: زه د هغوی درنښت او اکرام نه کوم، چې الله جل جلاله هغوی سپک کړي او نه زه هغوی را نژدې کوم، چې الله سبحانه وتعالی هغوی لرې کړي دي.
او امام احمد او مسلم روايت کوي: کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د بدر غزا ته ووت، نوو له مشرکانو څخه يو سړی وروسته ورپسې روان شو او په (حره) کې پسې ور ورسېده، نو ويې ويل: ما هوډ کړی، ستا پېروی وکړم او له تاسره … شم. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا په الله تعالی او د هغه پر رسول صلی الله عليه وسلم دې اېمان راوړئ؟ هغه وويل: نه. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ځه، بېره لاړ شه، زه له مشرکه مرسته نه غواړم.
او له دې نصوصو څخه مونږ ته د مسلمانانو پر چارو د کافرانو د ګومارلو حرمت څرګند شو. هغه کارونه، چې د هغه په واسطه دوی د مسلمانانو له احوالو او رازونو خبريږي او بيا مسلمانانو ته د ضرر رسولو پر مهال کار ورڅخه اخلي.
او له دې څخه هغه څه ښه جوت دي، چې نن سبا ځينې مسلمانو هېوادونو کافران خپلو هېوادونو ته راوستلي دي، لکه حرمينو شریفينو ته او هغوی يې خپل کارګران، موټرچلونکي، خادمان او په خپلو کورونکو کوې پالونکي جوړ کړي او له خپلو کورنيو سره يې ګډ کړي او يا له مسلمانانو سره د هغوی (مسلمانانو) په هېوادونو کې يوځای شوي.
۶ ــ تاريخ د هغوی د تاريخ غوندې ليکل، 5مخ

هغه تاريخ چې د هغوی د عباداتو او اخترونو څخه تعبير کوي، لکه ميلادي تاريخ
او هغه چې د عيسی عليه السلام د پيدايښت له يادونې څخه عبارت دی، هغه تارريخ چې هغوی (مسيحيانو) له خپله ځانه جوړ کړی او هغه د عیسی عليه السلام له دين څخه نه دی؛ نو د دې تاريخ په استعمالولو (ليکلو) کې، د هغو د شعار او اختر په ژوندي کولو کې له هغوی سره مشارکت او ګډون دی.
او له دې څخه دې ځان وژغورل شي، کله چې اصحابو کرامو رضی الله عنهم د عمر رضی الله عنه د خلافت په مهال د تاريخ وضع کولو (ترتيبولو) په اړه هوډ وکړ، نو د کفارو له تاريخونو څه تېر شول او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت ورځ يې د تاريخ په حيث وټاکله او په دې يې له کفارو سره د مخالفت څرګندونه وکړه.
۷ ــ د هغوی په اختررونو کې ګډون کول يا د هغو په جوړولو کې مرسته ورسره کول يا د هغه په مناسبت مبارکي ورکول او يا هغوی ته ورتلل:
او تفسير پوهانو د الله سبحانه وتعالی دا قول داسې تفسير کړی: [] او د رحمن الله جل جلاله بنده ګان هغه دي، چې په ناحقه کارونو کې نه شامليږي. د فرقان سورت، ۷۲ آيت. يعنې د رحمن الله د بنده ګانو له صفاتو څخه يو دا دی، چې د کافرانو اخترونو ته نه ورځي.
۸ ــ د هغوی ستاينه کول، د هغوی د مدنيت او پرمختګ ستايل، د هغوی فاسد دين او باطلوعقايدو ته له کتلو پرته د هغوی اخلاقو او مهارتونو (وړتياوو) ته حيرانېدل:
الله تعالی وايي: [وَلَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْکَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِھ۪ٓ اَزْوَاجًا مِّنْھُمْ زَھْرَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَاﺃ لِنَفْتِنَھُمْ فِیْھِﺚوَرِزْقُ رَبِّکَ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی] او د دنيايي ژوند د هغه پسرلي لور ته سترګې هم مه پورته کوه، کوم چې مونږپه (کافرانو) کې مختلفو خلکو ته د خوند اخيستلو لپاره ورکړی دی، څومونږ دوی د هغه په ذريعه وازمايو او ستا د رب جل جلاله روزي تر ټولو غوره او تر ټولو څخه تر ځنډه پاتې کېدونکې ده. د طه سورت، ۱۳۱ آيت.
او د دې معنی داسې نه ده، چې مسلمانان دې د قوت او ځواک وسايل نه جوړوي، لکه د صنعتونو پوهه حاصلول، د مباح اقتصاد بنسټونه اېښودل او د عسکري کړنلارو ترتيبول؛ بلکې دا مطلوب دی، الله تعالی وايي: [] تاسو تر خپلې وسې وسې ډېر زيات ځواک د هغو مقابلې ته چمتو کړئ.
او دا ګټې او کوني اسرار په اصل کې د مسلمانانو لپاره دي، الله جل شانه وايي: [] ورته ووايه: «اخر دا د ښکلا سامان چا حرام کړی، چې الله جل جلاله د خپلو بنده ګانو لپاره او (همدارنګه) د روزي پاک څيزونه؟» ورته ووايه: «کومو خلکو چې اېمان راوړی دی، هغوی ته دا نعمتونه د دنيا په ژوندانه کې ورکړی شول او د قيامت په ورځ هم خاص د دوی دي.» د اعراف سورت، ۱۳۲ آيت.
او الله تعالی وايي: [وَسَخَّرَ لَکُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مِّنْھُﺚ اِنَّ فِیْ ذٰلِکَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَکَّرُوْنَ] او په اسمانو او زمکه کې چې څه دي، هغه ټول الله جل جلاله له خپل لوري ستاسو لپاره په کار اچولي. د جاثيه سورت، ۱۳ آيت.
او الله جل جلاله ويلي: [] هغه، هماغه ذات دی چې په زمکه کې څه دي، ټول يې تاسو ته پيداکړي دي.
نو پر مسلمانانو واجب دي، چې د دې ګټو او ځواکونو (طاقتونو) تر لاسه کولو لپاره دوی له هر چا څخه وړاندې وي. او د دې په حصول کې له کفارو څخه ګټه وا نه خلي، بلکې د دوی (مسلمانانو) لپاره واجب دي، چې کارخانې او … ولري.
۹ ــ د هغوی نومونه په ځان کېښودل:
داسې چي ځينې مسلمانان خپل زامن او لورګانې د پرديو په نومونو سره نوموي. د خپرلو پلرونو، مورانو، نيکونو او نياګانو نومونه پريږدي. نبي کريم صلی الله عليه وسلم وايي: «خيرر الاسماء عبدالله وعبدالرحمن.» غوره نومونه عبدالله او عبدالرحمن دي. او د نومونو د تغیر او بدلون له امله اوس يو ستر ټولی پیداکيږي، چې نا اشنا نومونه لري، چې دا د اوسني نسل او ډلې او د پخوانيو نسلونو ترمنځ هغه پېژندنه او تعارف له منځه وړي، کومې کورنۍ چې پخوا په ځانګړيو نومونو سره پېژندل کېدې.
۱۰ ــ د هغوی لپاره بښنه غوښتل:
او الله تعالی دا (کار) په خپله دې وينا سره حرام کړی. الله تعالی وايي: [] دا خبره خو نه له کوم نبي (صلی الله عليه وسلم) سره ښايي او نه له مؤمنانو سره، چې د مشرکانو لپاره بښنه وغواړي، که څه هم هغوی د دوی خپلوان دي.
ځکه دا کړنه له دوی سره د مينې او محبت څرګندونه کوي او د هغوی د (عقايدو) پر سموالي او صحت باندې مُهر لګوي.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *