مقالی اوتبصرې

په افغانستان کې د بیکارۍ لامــلونه، پــایــلې یې او وړانـدیــزونه!

د ستراتیژیکو څېړنو مرکز

په افغانستان کې د بیکارۍ عوامل:
په افغانستان کې د بیکارۍ پدیده په ډیرو عواملو پورې تړلې ده. د دې فکتورونو او لاملونو سم تشخیص، د دې لوی ننګونې سره د مبارزې لپاره لومړی ګام دی. دلته په افغانستان کې د بیکارۍ عوامل د هغوی د اهمیت له مخې په ترتیب سره څیړل کیږي:
اقتصادي اِتکا: په افغانستان کې اقتصادي اِتكا اوږده مخينه لري. دا مسئله ددې باعث شوې چي دغه هېواد ونه شی کولای په اقتصادي ډګر کې هراړخیز او ګټور پروګرامونه پلي کړی. د دغه ډول پروګرامونو نه پلي کېدل په هېواد کې د بې کارۍ د کچې د لوړېدو یو مهم لامل بلل کېږي.
د کرنې او مالدارۍ سکتور ته نه پاملرنه:
د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه خلک په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د يادو شويو سکتورونو ودې ته نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې يو شمېر خلک دغه مسلک پرېږدي او په ډېرو مواردو کې نورو کارونو ته مخه کړي.
د خصوصي سکټور نه پیاوړتیا: په نورو هیوادونو کې، د پرمختللو هیوادونو په ګډون، خصوصي سکتور د عامه سکتور په پرتله د قوي مقناطیس په توګه کاری ځواک خپل لور ته جذبوي. له بده مرغه په افغانستان کې دغه سکتور دومره وده نه ده کړې چې د بېکارۍ د کچې د راکمولو لپاره پرې حساب وشي.
د پرمختيايي بنسټونو د فعاليتونو درول: له ٢٠٠١ م کال وروسته د بېلابېلو بهرنيو بنسټونو پراختيايي فعاليتونه د پام وړ زيات شول، دې کار ډیرو خلکو لپاره د کار کولو لاره هواره کړه. د اسلامي امارت له راتګ وروسته د پرمختیايي بنسټونو په بندیدو سره هغه کسان چې په دې پروژو کې په کار بوخت وو، خپلې دندې له لاسه ورکړي او په پایله کې هیواد کې د بیکارۍ کچه لوړه شوه.
د بهرنیو مرستو بندیدل: د پخواني رژیم پر مهال د نورو بهرنیو مرستو ترڅنګ چې له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخلېدلې، د عادي بودیجې یوه برخه او ټوله پراختیایي بودجه له بهرنیو سرچینو ورکول کېده. د ياد شوي نظام له سقوط وروسته دغه مرستې چې يو ډول د افغانستان اقتصاد پرې جوړ شوی و، ناڅاپه پرې شوې او دغه کار د دې لامل شو چې د هېواد اقتصادي نظام د سقوط تر سرحده ورسیږی. او په پايله کې د بېکارۍ کچه نوره هم لوړه شي.
د پانګې تیښته: په تېر حکومت کې د پراخو ناامنیو او فساد له امله ډېره زیاته سرمایه له افغانستانه وویستل شوه. او دا کار د رواني امنیت د نشتوالي له امله اوس هم شتون لری. طبیعي ده چې د پانګو تیښته یوه بله پایله، په هیواد کې د بیکارۍ زیاتوالی دی.
د نفوس زیاتوالی او د کاری ځواک د غوښتنې کموالی: له یوې خوا د هیواد د نفوس زیاتوالی او له بلې خوا د کارګرانو د غوښتنې کموالی په هیواد کې د بیکارۍ یو له عاملونو څخه ګڼل کیږي.که څه هم د احتمالي اټکلونو له مخې د افغانستان طبیعي زېرمې د ۳۰۰ میلیونو وګړو لپاره کافي دي، خو د هېواد له طبیعي زېرمو څخه د استفادې پر وړاندې محدودیتونو او د افغانستان مات ګوډ اقتصاد ته په پام سره په دې کې شک نشته چې د نفوسو زیاتوالي په هیواد کې د بیکارۍ له سببونو وګڼل شی.
ښارونو ته مهاجرت: د اسانتیاو له امله د هغو کسانو لپاره چې په کلیو کې ژوند کوي د ښاري ژوند غوره کول د ځانګړی جذابیت درلودونکی دی. دې جذب ته په کتو، د کلیو څخه ډیری خلک ښار ته مخه کوي، او د ښار کاري بازار نشي کولی ټول کلیوال مهاجرین جذب کړي. طبیعي ده چې د دې کار پایله به دا وی چي په ښارونو کې د بېکارانو شمیر زیات شی. کله چې خلک له کليو څخه ښار ته راځي د ښاري ژوند د اسانتیاوو او رنګونو تر څنګ بل لوی لامل یې د هېواد د کلیو د پراختیا نشتوالی دی.
سند اخیستنه: د سند اخیستلو یادونه د بیکارۍ د یو سبب په توګه یادول په دې معنی نه دي چې خلک دې زده کړې ترلاسه نه کړي، بلکې دا په دې معنی دی چې په هیواد کې یو لوی شمیر ځوانان په بازار کې د کاری شرایطو او فرصتونو ته له پام پرته داسې رشتې انتخابوي چې له هغو څخه تر فراغت وروسته په طبيعي توګه بیکاره پاتې کیږی. د بېلګې په توګه، د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د خصوصي پوهنتونونو په ګډون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځیو بازار ډېر ګرم دی، خو ددې توجه نه کېږي چې د افغانستان د کار بازار څومره وکیلانو او سیاستوالو ته اړتیا لري. دا مسئله د دې لامل کیږي چې د حقوقو او سیاسي علومو لوی شمیر فارغین یا بې کاره پاتې شي او یا په کمبود سره په داسې کارونو کې بوخت شي چې د دوی له رشتو سره هیڅ تړاو نلری. دا موضوع په یوه جمله کې خلاصه کولولی شو چې “د افغانستان ښوونیز او روزنیز سیستم، بازار د کار له اړتیاوو او غوښتنو سره سمون نه خوري” او دا مسئله د هیواد د بیکارۍ یو عامل دی، په ځانګړې توګه د لوستې طبقې ترمنځ.
د بیکارۍ اقتصادي او ټولنیزې پایلې
په دې کې شک نشته چې بېکاري د هېواد د اوسېدونکو پر ژوند درنې ناوړه پایلې لرلی شی. د بې وزلۍ د کچې زیاتوالی، د ژوند د معیارونو ټیټوالی، د باتجربه او با استعداده کسانو تیښته، له حکومت څخه د خلکو د ناخوښۍ زیاتوالی، سیاسي بحرانونه او اقتصادي رکود د هغې له مهمو مواردو څخه دي. دلته د هیواد لپاره د بیکارۍ پایلې په لنډه توګه څیړو:
• بېوزلي له بېکارۍ سره مستقیمه اړیکه لري؛ د بېکارۍ د کچې لوړېدل د بېوزلۍ ګراف د پورته تلو لامل شوی دی. دم ګړۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي له فقر او لوږې سره لاس او ګرېوان دي. او فقر په اوسنیو حالاتو کې یوه لویه ننګونه ده.
• بې روزګاري د دې لامل شوې چې افغانستان خپل یو زیات شمېر متخصص کارکوونکي له لاسه ورکړي. دا مسئله له دوو زاویو څخه د بحث وړ ده.لومړی: افغانستان به د دغه کارپوه کاري ځواک له استعداد او انرژۍ څخه بې برخې شي، او دوهم: دغه کارپوه کاري ځواک چې د ډېرو پیسو په لګولو سره ترلاسه شوی، په ډېرو مواردو کې به په نورو هېوادونو کې په عادي کاریګر بدل شي.
• بې روزګاري په ټولنه کې د پېرودولو ځواک د کمښت لامل کېږي او دغه د ټولنې د پېرودولو ځواک کمښت، د خلکو د هوساینې ژوند د کچې د ټیټوالي لامل کېږي. او دا هغه څه دی چې په افغانستان کې له صفر څخه ښکته انتقال شوي او ځینې خلک اوس مهال د ژوند او مرګ تر منځ دي.
• بېکاري له دولت څخه د خلکو نارضايتي زياتوي. د ژوند د معيار ټيټوالي او د ژوند سخت شرایط ممکن په هیواد کې د جدي سياسي بحرانونو لامل شي.
• د دې حقیقت له امله چې وزګارتیا په بیکاره خلکو باندې سختې اقتصادي او رواني ستونزې مینځ ته راوړی، کولی شي د جرمونو او نورو ټولنیزو ستونزو کچه هم لوړه کړی.
• د بیکارۍ پدیده په هیواد کی اقتصادی رکود د ځان سره لرلی شی. بې روزګاري د یوه هېواد پر اقتصاد له دوو زاویو فشار اچوي. یو د بیکارانو له انرژي د اقتصادي پرمختیا لپاره کار نه اخیستل کیږي بل د بیکارانو د ژوند لګښت د هیواد په اقتصاد باندې تحمیل کیږي. دا دوه فکتورونه د دې باعث کیږی چې بیکارۍ د هیواد اقتصادي رکود کې مرسته وکړی.
وړاندیزونه
د بیکارۍ ستونزه د نړۍ په ټولو هیوادونو کې په بیلابیلو کچو سره شتون لري. افغانستان د درېمې نړۍ د هېوادونو په توګه په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. په هېواد کې به دا ستونزه هغه وخت پای ته ورسېږي چې د حکومت له لوري یو لړ واقعي او شعوري کړنې عملي شي. دلته ځینې کړنې وړاندیز کیږې چې کولی شي د بیکارۍ د کمولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي:
۱- د بیکارۍ د کچې راټیټول د عملي کړنو، هراړخیز او مطلوبو پالیسیو او پروګرامونو له غوره کولو سره مستقیمه اړیکه لري چې د اوږد مهاله کار ځای د پیدا کیدو سبب کیږی. افغانستان د خپلو پراخو طبیعی زیرمو او ستراتیژیک موقعیت ته په کتو او د ډیرو امکاناتو، ظرفیتونو او فرصتونو لرونکی داسې یو هیواد دی چې د افغانانو د هوساینې او هیلو لپاره ښه زیری کیدای شی. نو ځکه باید د حکومت له خوا لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونه د بیکارۍ د کمولو لپاره په رښتیني ډول ترتیب او پلي شي.
۲- د اقتصادي ودې پیاوړتیا، د فقر او بیکارۍ سره د مبارزې لپاره یو له بنسټیزو فکتورونو څخه شمیرل کیږي او هم د صنعت له پراختیا سره مستقیم اړیکه لري. دې موخې ته د رسېدو لپاره د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره د مناسبو شرايطو او چاپېريال برابرول او پياوړي کول پکار دي، چې افغان حکومت تر اوسه په دې برخه کې نه دى بريالى شوى.
۳- افغانستان یو کرنیز هیواد دی او کرنه یې په اقتصاد کې مهم رول لوبوي. که دولت د هېواد کرنيزو محصولاتو ته د ترانزيت، مناسب بازار موندلو، د کيفيت لوړولو، پروسس او بسته بندۍ، کروندګرو ته د کيمياوي سرې او اصلاح شويو کرنيزو تخمونو د وېش په برخه کې پاملرنه وکړي او د کورنيو توليداتو د ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، نو د کرنې سکتور په اقتصادي وده کې مرسته کوی او هم د بیکارۍ سره مبارزه کې مهم رول لوبوي شی.
۴- د دې ترڅنګ باید نورو هېوادونو ته د کارګرانو او بشری ځواک د لېږلو په اړه هم غور وشي. دا کار د نورو هیوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل او سیاسي اړیکو په پرمختګونو پورې اړه لري.
۵- د کار د بازار له اړتیاوو سره سم د هېواد ښوونیز او روزنیز سیستم د سمون په برخه کې هم باید پاملرنه وشي او د هېواد د بازار له شرایطو سره علمي او مهارتي روزنه همغږي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *