روغتیا

په افغانستان کې د نري رنځ ناروغانو شمېر زیات شوی

په افغان جاپان روغتون کې د سل یا توبرکلوز ناروغۍ مراجعه کوونکي زیات شوي دي. د دغه روغتون سرطبیب وايي چې د افغان جاپان روغتون ته د ورځې د سل ناروغۍ څه باندې ۷۰ ناروغان مراجعه کوي. له دې سره هم‌مهاله ځينې هغه ناروغان چې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي، له عامې روغتیا وزارته غواړي چې په ولایتونو کې یې هم د سل ناروغۍ د درملنې امکانات برابر کړي. هاخوا د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په هېواد کې د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په ټول هېواد کې پر سل یا توبرکلوز د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره تنو ته رسېده. دغه وزارت زیاتوي چې د سل ناروغۍ د درملنې لپاره په ټول هېواد کې ۸۵۰ مرکزونه شتون لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *