مقالی اوتبصرې

په بریښنایي بندونو پانګونه غوره اقدام دی!

شاه محمود درویش
افغانستان دټولو افغانانو گډ کوردی او دغه جگړه ځپلی هېواد چې د تیرو کابو څه باندې څلورولسیزو په لړ کې د پردیو له لورې د تپل شوی جگړی په ترڅ کې په بیلابیلو برخوکې سخت زیانمن شوی دی نونن سبا یې واقعاً د آبادولو ، رغولو ، سمسورتیا او ښیرازۍ په برخه کې هر پتمن هیوادوال ځانگړی مسوولیت لري او ددې ترڅنگ د افغانستان اسلامي امارت هم په مختلفو برخو کې لومړیتوبونو ته په پاملرنی سره منظم لنډمهال ، منځ مهال او اوږدمهال پروگرامونه ترلاس لاندی لري ترهغه چې په ټول هیواد کې په انډولیزه توگه په هراړخیز ډول رغنیزې او بنسټیزی پروژې پلې کړي ، له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت د مسوولو ارګانونو له خوا دهېواد په بیلابیلو برخو کې د ډول ډول پروژو د تطبیق ترڅنگ د بریښنا د بندونو د جوړولو او رغولوته هم یوڅه پاملرنه ور اوښتی ده اوپه دې موخه ډیری کوښښ دادی چې په هېواد کې دننه د بریښنا پرتولید پانګونه وشي ترڅو له بهره پر وارداتي بریښنا د اسلامی امارت اتکا کمه شي او په هیواد کې دننه د بریښنایي بندونو په جوړولو ، رغاولو او ګټې اخیستنې به له شک پرته چې د اړتیا وړ بریښنا په هیواد کې دننه تولید او د دولتي ادارو او خصوصي بنسټونو ترڅنګ په ټوله کې د پتمنو هیوادوالو دلازمې استفادې وړ وګرځي ، له نیکه مرغه چې په دی وروستیو کې د هیواد د ډله یېزو خپرندویه سرچېنو په حواله داسې ویل شویدي : د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د شاه او عروس بند د پروژو پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پورې پای ته ورسیږي او دغه بند به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ددغه وزارت مسئولینو زیاته کړې، چې د ودانیز شرکت له لوري د دغه بند ۹۷ سلنه کارونه پای ته رسیدلي او ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو وروسته به دغه بند د ۳۶۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر څنګ، یو اعشاریه دوه میګاواټه بریښنا هم تولید کړي. د شاه او عروس بند د پروژې مدیر هم ويلي: «ددغې پروژې کار په ۲۰۱۰ کال کې پیل او ټاکل شوې، چې د راتلونکي کال په پسرلي کې یې کار بشپړ شي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.» د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل د سیندیزې حوزې رئیس هم ويلي:«کارونه یې د ځینو دلایلو له امله وځنډیدل، چې د اسلامی امارت له راتګ سره بیرته پیل شول او اوس یې کارونه ۹۷ سلنه بشپړ شوي دي.» د اوبو رسونې دولتي شرکت کابل ته د شاه او عروس بند د اوبو د رالیږدولو د پروګرام د طرحې د څیړلو د کار د پای ته رسیدو خبره کړې اوداسې یې ويلي، چې ګټې اخیستنې ته دد غه بند په سپارل کېدو سره، دغه شرکت کابل ښار ته د اوبو لیږدولو لپاره چمتو دی. د کابل ښار د اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت رئیس هم ویلي: « ډیزاین او سروې یې بشپړه شوې او موږ چمتو یو، چې د شاه او عروس بند بشپړ شي، له هغې وروسته خپله پروژه پیلوو.» د افغانستان د اوبو رسونې شرکت پخواني رئیس هم ويلي:« شاه او عروس یوه له غوره پروژو څخه ده چې کولای شي د اقتصاد له ودې او کرنې له پراختیا سره مرسته وکړي.» دشاه او عروس بند د جوړیدو کار په ۱۳۹۱ کال کې پیل شو او تمه کېده، چې یو ایراني شرکت ددغه بند چارې په درې نیمو کلونو کې بشپړې کړي، خو له هغه وخته د څه باندې یوې لسیزې په تیریدو سره، تر اوسه ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوي.
له شک پرته چې د بریښنا دبندونو رغاول ، جوړول او په ټوله کې د بریښنا څخه د استفادی په موخه د پروژو تطبیق هغه څه دی چې له یوی خوا په کور دننه زمونږ د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه کولی شو او ددی ترڅنگ د ښه مدیریت په لړکې کولای شوچې په راتلونکي کې خپله اضافی بریښنا حتی نوروهیوادونو ته هم صادره کړو ، نو دمگړی چې داوبو او بریښنا د بندونو د جوړولو او رغاولو د پروژو دپلی کېدو په برخه کې دافغانستان د اسلامی امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو کوښښونه او هڅی دقدر وړ دی ، پاک الله (ج) دې دوئ ته لاهم ددې توان ، توفیق او همت ورکړي چې په ټول هیواد کې د قدرمنو هېوادوالو دلومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د دوئ دهراړخیزو ستونزو دحل په موخه ډول ډول پروژې دهیواد په گوټ گوټ کې طرحه او پلې کړي ترڅو دهرډول پروژو په بشپړیدو سره د قدرمنوهیواد والوستونزی حل او په ټولیزه توگه دهیواد ملی اقتصاد پیاوړی شي او په ټوله کې دقدرمنو هېوادوالو د ژوند په هوساینه کې هم اغیزمنې مثبتې پایلې پرځای پریږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *