بېلابېلې لیکنېلیکنې

په خپل فکر نوروته مسؤليتونه مه ټاکئ!

د هر چا فکر د هغه د مسوؤليت په اندازه وي او د هر چا مسؤليت د هغه د صلاحيت په اندازه وي ځکه نو فکرونه متفاوت او بېل وي.
هيڅ وخت په خپل فکر د نورو پر مسئوليتونو مه ږغېږه او صلاحيتونه يې تر پوښتني لاندې مه راوړله ممکن د هغو مسؤليتونه ستا تر مسوؤليتونو سپک يا درانه وي او صلاحيتونه يې ستا تر صلاحيتونو لږ يا ډېر وي.
د چا چي مسوؤليت سپک وي صلاحيتونه يې هم لږ وي ځکه نو فکر يې هم محدود وي او د چا چي مسوؤليت دروند وي صلاحيتونه يې هم ډېر وي ځکه نو فکر يې هم لوی وي. محدود فکر والا نژدې ګوري او د خپل فکر په محدوده کې مثبت او منفي ټاکې خو لوی فکر والا ډېر ليري ګوري او په مثبت او منفي کې هم خورا لوی مسافت په پام کې نيسي.
همدې توپير ته په کتو سره ويلای سو چي هيڅ وخت دي رعيت په خپل فکر د باچا کارونه تر پوښتنې لاندې نه راولي او باچا دي د خپل رعيت هر کار ته د جرم په سترګه نه ګوري، ټيټ رتبه مأمور دې د لوړ رتبه مأمور کار ته د خپل فکر له زاويې نه ګوري او لوړ رتبه مأمور دي د ټيټ رتبه مأمور هر کار په تمرد او سرکښۍ نه تعبيروي.
که په مسوؤليت کې پر تعهد باور ولرو بايد هر څوک د خپل فعاليت ساحه، خپل شخصيت، خپل صلاحيتونه، خپل کاري لومړيتوبونه، خپل فکري حدود، د خپل مسوؤليت کچه او د رسميت په صورت کې خپل د وظائفو لائحه و پېژني او په اشخاصو، حالاتو او باورونو کې دي د قياس او پرتله کولو څخه ځان وساتي.

نورالحق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *