افغانستان

په دولتي ادارو کې د مراجعینو لپاره د آسانتیاوو برابرولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

عن أبي الشماخ الأزدي، عن ابن عم له من أصحاب النبي صلی الله علیه وسلم، أتی معاویة فدخل علیه، فقال: سَمِعتُ رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: « مَنْ وَلِيَ أَمْرًا مِنْ أَمْرِ النَّاسِ ثُمَّ أَغْلَقَ بَابَهُ دُونَ الْمِسْكِينِ وَالْمَظْلُومِ أَوْ ذِي الْحَاجَةِ، أَغْلَقَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى دُونَهُ أَبْوَابَ رَحْمَتِهِ عِنْدَ حَاجَتِهِ وَفَقْرِهِ أَفْقَرَ مَا يَكُونُ إِلَيْهَا «(أخرجه أحمد)
ژباړه: ابو الشماخ الازدي رحمه الله تعالی د خپل تره له زوی څخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي (رضی الله تعالی عنه) دی روایت کوي چې هغه معاویه رضی الله تعالی عنه ته ورغلی او ورته ویې ویل، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي: چاته چې د مسلمانانو په چارو کې کوم کار وسپارل شي بيا يې خپله دروازه د مسکين، مظلوم او اړمن کس پر مخ وتړله الله تعالی به د هغه پر مخ د هغه د حاجت او فقر پر مهال د خپل رحمت دروازې وتړي، داسې مهال چې هغه به د الله تعالی رحمت ته تر هر وخت ډيره اړتيا لري.
وفي روایة الترمذي: فَجَعَلَ معاویةُ رَجُلاً عَلی حَوَائِجِ الناسِ.
ژباړه: نو له دې وجې معاویه رضی الله تعالی عنه د خلکو د حوائجو پوره کولو لپاره یو کس مؤظف کړ.
د پورتنيو روایتونو له مخې، لاندې مراتب منظوروم:
لومړۍ ماده:
د وزارتونو، مستقلو ریاستونو، سترې محکمې، محکمو، ولایتونو، ولایتي ریاستونو، امنیه قومندانیو، ولسوالیو او د نورو امارتي ادارو مسئولین مکلف دي، چې اړوندو وزارتونو او ادارو ته د مراجعینو د منلو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو په مستقیم ډول خپل مشکلات مسئولینو ته وړاندې کړې.
دوه يمه ماده:
۱- که چېرې د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شویو مراجعو مسئولین د چارو د تراکم او زیاتوالي له امله، و نه کړای شي له مراجعینو سره وګوري او ستونزې یې واوري، نو خپل یو استازی دي له مراجعینو سره د کتنې او د هغوی د ستونزو د لرې کولو لپاره توظیف کړي.
۲- د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شویو مراجعو مسئولین مکلف دي، چې ډېر ژر د مراجعینو عریضو او ستونزو ته رسیدګي وکړي.
درېيمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي، والسلام.
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *