دینې لیکنې

په رمضان کې له شريعته مخالف کارونه !

حسان مجاهد

په رمضان کې ځينې داسې کارونه دي چې له روژې سره ټکر دي او روژه د عبادت له دایرې څخه باسي او نن ورځ زيات شمېر مسلمانان په کې ښکېل دي چې دلته يې تاسو ته بیانوو:
د پيشلمي پر مهال
۱_ د پيشلمي پر مهال ډير خوراک کول: مولانا اعزاز علي (رح) ليکلي دي «په پيشلمي باندې بايد له ډير خوراک او ډول ډول خوړو نه پرهیز وشي؛ ځکه له روژې څخه موخه څه لوږه په ځان تېرول ده؛ ترڅو بډايانو ته د غريبانو حال معلوم شي.
۲_ پيشلمی د سهار په اذان سره پريښودل:رسول اللهﷺ به ویل: تر هغه وخته پيشلمی کوئ چې عبدالله ابن مکتوم(رض) اذان کوي. نوموړی صحابي په سترګو ړوند و، ده به هغه مهال اذان کول چې ورته به وویل شو«سهار داخل شو!»له دې حدیث څخه څرګندېږي چې پيشلمی د سپيدو په راختلو پای ته رسېږي او اذان د سپيدو لپاره يوه خبرتيا ده؛ نو باید پيشلمی تر اذان وړاندې پريښودل شي.[مخالفات رمضان ص۲۳] ۳_ وختي پيشلمی کول: سنت کار دادی چې پيشلمی بايد وځنډيږي او تر سپيدو را ختلو وړاندې وشي. انس(رض) وایي: رسول اللهﷺ به له موږ سره پیشلمی وکړ بيا به لمانځه ته ولاړ شو…. چې دلمانځه او پیشلمي ترمنځ به د پنځوسو اياتونو اندازه وخت و.
۴_ د سهار اذان وختي کول: ځيني کسان په عبادت کې د احتياط له امله د سهار اذان وختي کوي. ابن حجر (رح) ليکلي دي چې د روژه ماتې اذان ځنډول او د سهار اذان وختي کول؛ له سنته مخالفت دی، خير يې کم او شر يې زيات دی.[فتح الباري ۱۹۹/۴] ۵_له پیشلمي وروسته سمدستي ويده کېدل او وروسته دسهار جماعت يا لمونځ پرېښودل.

د روژه ماتې پر مهال
۱_ د ماښام اذان ځنډول: دا هم له سنته مخالفت دی؛ ځکه رسول اللهﷺ فرمايي «…. روژه دار دي دلمر لويدو سره سم روژه ماتوي» [شیخان] امام مروزي رح ویلي «د ټولو علماوو اتفاق دی چې له لمر لوېدو سره سم شپه داخله ده او روژه ماتول روا ده»[مختصر قيام الليل ص۵۸] ۲_ روژه ماتی ځنډول: دا هم له سنته مخالفت او له يهودو او نصاراوو سره موافقت دی. رسول اللهﷺ فرمايي«دين به تر هغه وخته ظاهره وي؛ ترڅو چې خلک په روژه ماتې کې بېړه کوي؛ ځکه يهودو او نصاراوو به روژه ماتی ځنډول»[ احمد او ترمذي] ۳_په روژه ماتې کې اصراف کول: ځيني کسان ټوله ورځ د روژه ماتې په ترتيب اخته وي، ډول ډول خواړه برابروي او دورځي په اوږدو کې هيڅ عبادت ته پاملرنه نه کوي.
۴_د روژه ماتې وروسته لمونځ کور يا په خپل کاري ځای کې کول او جماعت ته نه تلل. رسول اللهﷺ فرمايي: څوک چې اذان واوري او بیا هم له عذر پرته جماعت ته ولاړ نه شي؛ نو ده لره لمونځ نشته (ګواکې لمونځ يې نه وکړ).[ترمذي] ۵_ د روژه ماتې له امله د ماښام لمونځ وروسته کول او يا د روژې ماتې لپاره لمونځ په بېړه کول. په کار داده چې روژه ماتی په دوو مرحلو وشي، لومړی خورما او لږ نور خواړه، بيا جماعت کول او بیا وروسته خوراک کول.
۶_ دومره خوراک کول چې تراویحو کې په معده بوج شي او د عبادت خوند پيکه کړي.

د تراویحو پر مهال
۱_تراويح لمونځ په بېړه ادا کول: تراويح لمونځ که څه هم سنت دی خو له فرضي لمانځه سره په احکامو، شرایطو او آدابو کې هيڅ توپير نه لري؛ باید ډېري په آرام او اطمینان سره ادا شي.
۲_ د تراویحو له امله د ماخستن لمونځ په جماعت سره پریښودل.
۳_تراویح په نيمايي کې پريښودل: رسول اللهﷺ فرمايي: څوک چې له امام سره تراويح تر پایه ورسوي؛ دټولې شپې دعبادت ثواب يې په برخه ده.[ رواه ترمذي] ۴_تراویحو ته د بیړې له امله د ماخستن لمونځ پريښول.
۵_ په تراويحو کې تر هغه وخته پورې کېناستل او خبرې کول چې امام رکوع ته ځي.
۶_ په تراويحو کې دومره اوږده اوږده سورتونه ویل چې خلک د تراويحو پريښودو ته اړ باسي. په کار ده چې په تراويحو کې يوه سپاره ختم کيږي؛ ترڅو سنت هم په ځای شي او خلک هم په تکليف نه شي.

بيلابيل مخالف کارونه
۱_دروژې له هغه احکامو او ضروري مسائلو څخه غفلت او ناخبري؛ چې زدکړه يې په هر مکلف مسلمان فرض عین دی.
۲_ د مشرانو لخوا ماشومانو ته د روژې تمرین نه ورکول. ماشومان که څه هم په روژه نیولو مکلف نه دي، خو بيا هم باید له ماشومتوب څخه په روژو نيولو عادت شي.
۳_ يوازې په خوله روژه نيول او نور د غيبت، دروغ، بهتان، لهولعب، موسیقي او د نورو نارواوو هيڅ باک نه کول.
۴_ د ماسپښين او مازيګر د لمانځه پر مهال خوب کول او جماعت نه کول.
۵_د ورځې په وروستیو کې مسواک په دې خاطر نه وهل چې د روژه دار دخولې هغه بد بوی له منځه وړي، چې الله تعالی ته تر مشکو خوښ دی. خو امام شوکاني رح ويلي« حق خبره داده چې مسواک روژه دار ته د ورځې په اول او آخر کې مستحب دی او دا دجمهورو علماوو مذهب دی»[نيل الاوطار ۱۲۹/۱] ۶_له ماخستن وروسته شپه په قمار، لهو لعب، ناروا مجلسونو، موسيقۍ او د فلمونو په کتلو تیرول او ورځ بيا په خوب تېرول.
۷_ له هغه اولادونو څخه دمور او پلار غفلت چې قصداً روژه خوري، لمانځه کې سوستي کوي او په نورو نارواوو بوخت وي.
۸_ دقرآن کریم تلاوت ته دومره توجه نه کول لکه څومره چې په رمضان کې په کار ده.
۹_ ځيني مسنونه کارونه پرېښودل لکه تراويح، دمياشتي په اخري لسو ورځو کې عبادت او اعتکاف.
۱۰_ له توان سره بيا هم له نيکو کارونو څخه غفلت کول لکه د مسلمانانو حوائج پوره کول، د بې وزلو، کونډو او يتيمانو سره مالي مرسته کول.
۱۱_ د سفر يا بل عذر پرمهال؛ د نورو روژه دارو په مخ کې روژه خوړل.
۱۲_ په خوله او پوزه باندې د اوبو رغړولو پر مهال مبالغه کول‌. رسول اللهﷺ فرمايي« د خولې او پزې په مينځلو کې مبالغه په کار ده، پرته له روژه داره»[رواه نووي»

په رمضان کې دښځو مخالف کارونه
۱_ رمضان د نورو مياشتو سره یو شان ګڼل او هیڅ امتياز نه ورکول.
۲_ رمضان ته ځان نه چمتو کول لکه د ګناهونو پريښودل، ډير عبادت کول او رښتيني توبه ايستل.
۳_ رمضان د خوراک او څښاک مياشت ګڼل، ډول ډول خواړه برابرول؛ تردې چې ځیني ښځې په رمضان کې هغه کتابونه پېري چې دخوړو په ترتیب او پختن ليکل شوي دي. ځيني ټوله ورځ خپل قيمتي وخت د روژه ماتې په ترتیب تیر کړي او په ټوله ورځ کې هیڅ ذکر او تلاوت و نه کړي.
۴_ خپلمنځي ملاقاتونه او مجلسونه کول، کم تر کمه يو ساعت وخت له کوره بهر وي چې په دومره وخت کې دقرآن کریم دوې سپارې تلاوت کيدای شي.
۵_ ټوله ورځ ټليفوني خبرې کول، غيبت او چغلګري کول. رسول اللهﷺ وايې:« څوک چې دروغ، په دروغو عمل او ناپوهي پرینږدي؛ نو الله تعالی دده خوراک او څښاک پريښودو ته هيڅ اړتيا نه لري»
۶_ بازارونو ته له ضرورته پرته ډيري تلل او د حجاب نه مراعاتول.
۷_ د میاشتنۍ مريضي پر مهال همدارنګه د اولاد له زيږون وروسته؛ په عبادت کې سوستي کول؛ سره له دې چې داسې ښځې ته اذکار، دعاګانې او قرآن کريم لوستل او اوريدل روا دی، يوازې لاس ور وړل نه دی روا. بايد ذکرونو، دعاګانو او د ګټورو کتابونو مطالعې ته مخه کړي او له معاصرو وسائلو څخه د قرآن کريم ترجمه او د علماوو بيانونه واوري.
۸_ د رمضان په وروستيو لسو ورځو کې داختر لپاره چمتوالی کول، هره ورځ بازارونو ته تلل او هلته په خياطانو او دکاندارانو ګرځيدل. عائشه رضی الله عنها وايي: رسول اللهﷺ به د رمضان په وروستيو لسو ورځو کې خپله بستره وتړله، شپې به يې عبادت کول او دخپلي کورنۍ وګړي به يې هم را پاڅول.
۹_ له ماخوستن وروسته تر سهاره کېناستل او له سهاره نیولې بيا تر ماسپښينه پوري خوب کول. رسول اللهﷺ به له ماخستن وروسته خبرې بدي بللې.
۱۰_ دماشومانو په اړه غفلت کول او په عبادت يې نه عادت کول. ماشومانو ته باید په ماشومتوب کې دعبادت روحيه ورکړله شي او په روژو او تراويحو يې عادت کړو.
۱۱_ ځيني ښځې تر څلویښتو ورځو وړاندې له نفاس(هغه ويني چې له ولادت وروسته ښکاره کيږي) څخه پاکې شي، خو بيا هم روژه نه نيسي. خو داسې نه ده بلکې کومه ښځه چې تر څلویښتو ورځو مخکې له نفاس څخه پاکه شي؛ غسل دي کوي، لمونځ دي کوي او روژه دي نيسي [مخالفات رمضان ص۵۷] ۱۲_ ځيني ښځې له خپل مياشتني عادت څخه تر سپيدو را ختلو وړاندې پاکې شي او دغسل وخت پيدا نه کړي؛ نو د هغې ورځې روژه نه نيسي. حال دا چې په دې صورت که په ښځه باندې ددې ورځې روژه لازمه ده.
۱۳_ ځیني ښځې د روژه ماتې په ترتيب بوختې وي، چې دماښام لمونځ ډير وروسته کوي.
په کار ده چې له پورته ټولو کارونو څخه ډډه وشي؛ ترڅو روژه مو قبوله شي او زموږ لپاره اخروي ذخیره جوړه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *