دینې لیکنې

په روژه کې اعتکاف

فقد جاء في الصحيحين عن ابن عمر – رضي الله عنهما – قال: « كان النبي صلى الله عليه وسلم يعتكف في العشر الاواخر من رمضان.
ژباړه: په بخاري او مسلم کتابونو کې د عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د روژې په لسو آخرو شپو کې اعتکاف کاوه.
په دې حديث مشروعيت د اعتکاف ثابتېږي او اعتکاف دې ته وايي چې د ثواب په نيت دې په خاصه طريقه او خاص صفت سړئ په مسجد کې تر معلومې مودې پورې کېني.
علامه ابن القيم رحمه الله فرمايلي دي: اعتکاف هغه عبادت دی چې مقصود او اصلي هدف ورڅخه پر الله پاک د خپل زړه تړل دي، پر الله پاک د خپلو ټولو تصوراتو راټول دي، ځان له مخلوقاتو فارغ کول او د الله پاک په ذکر ځان په پوره توګه مصروف کول دي داسې چې په هروخت کې په خاصه توګه د غم او مصيبت په وخت کې د معکتف ټوله توجه او پاملرنه د الله پاک ذکر او محبت ته وي د زړه ټول مقصود او هدف يې د الله پاک سره محبت او د هغه رضا وي.
د الله پاک د خوشاله کولو لپاره خطرونه او ستړياوې پر ځان ګالي، د الله پاک په خوشاله کولو کې او الله پاک ته د نژدې کېدلو لپاره خپل فکر په کار اچوي.
نو د دې پر ځای چې له مخلوقاتو سره محبت وکړي د الله پاک سره يې محبت ډېريږي چې په همدغه محبت د هغې ورځې د محبت مستحق ګرځي کومه ورځ چې بېله الله پاک بل هېڅ محبت کوونکی نشته او بېله الله تعالی هېڅوک د انسان په درد نه خوري او هغه ورځ په قبر کې د وحشت او يواځېتوب ده.
په قبر کې تنها د الله پاک محبت دی چې انسان ژغوري، د قبر له عذابه نجات ورکوي او د جنت د نعمتونو دروازې ورباندي را خلاصوي.
له اعتکافه مهم او لوی هدف هم دغه دی.
د دې لپاره چې معتکف وکولای شي سم او مقبول اعتکاف وکړي نو لاندې آداب بايد په نظر کې ونيسي:
۱- خپل نيت دې خالص او صفا کړي او يواځې دې د الله پاک رضايت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنت عمل کول خپل په زړه کې را وګرځوي او د الله تعالی څخه دې د اجرت تر لاسه کولو په نيت اعتکاف وکړي.
۲- د عبادت لپاره دې ځان فارغ کړي، د ټولو هغو شيانو سره دې رابطه قطعه کړي چې د ده د عبادت مخنيوی کوي او الله پاک ته دې تنها په زړه پاملرنه وکړي.
۳- بېله شرعي او انساني ضروته دې له مسجده نه وځي.
۴ـ پر ورځنيو نېکو اعمالو او ذکرونو دې کوښښ وکړي، لکه رواتب سنتونه، د اشراق او غرمې لمونځ، د شپې او تهجد لمونځ، تل په اوداسه اوسېدل، د سهار او ماښام منقول ذکرونه کول، د فرضي لمونځونو وروسته ثابت اذکار نه هېرول، د موذن جواب ورکول او داسې نور هغه اعمال چې د معتکف د اعتکاف د مقصود برخه وي.
۵ـ معتکف چې د هر لمانځه مخکې ويدېږي لمانځه ته دې وختي کېني تر څو په ښه طريقه اودس وکړي او په پوره اطمينان او آمادګۍ سره لمونځ آداء کړي.
۶ـ معتکف دې نفلي عبادات ډېر کوي او د دې لپاره چې احساس د ستړيا ونه کړي په عباداتو کې دې تنوع راوړي مثلاً کله ناکله دې لمونځ کوي، کله دې بيا تلاوت د قرآن کوي، کله دې بيا تسبيح، تهليل، تحميد او تکبير وايي، کله دې دعاء کوي، کله دې استغفار کوي، کله دې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم درود وايي او ځينې وختونه دې د الله پاک په مخلوقاتو کې تفکر کوي تر څو د الله پاک عظيم قدرت ته متوجه شي او عاجزي يې په برخه شي.
۷- هغه څوک چې اهل د مطالعې وي هغه دې له ځانه سره ښه په زړه پورې کتابونه کېږدي او کله ناکله دې مطالعه کوي په خاصه توګه د قرآن تفسيرونه چې په مطالعه کولو سره يې د قرآن تلاوت ته نور هم د انسان شوق کېږي.
۸- معتکف دې خوراک لږ کوي، عادي خبرې دې لږ کوي او خوب دې لږ کوي تنها دومره خوراک، خبرې او خوب دې کوي چې خپل ضرورت رفع کولای شي نور ټول وخت دې عبادت ته ورکړي ځکه د خوراک، خوب او خبرو په لږولو سره د انسان زړه نرمېږي، نفس يې عاجزه کېږي، وخت يې د ضياع څخه ساتل کېږي او له ګناه ژغورل کېږي.
۹- معتکف بايد د اوداسه پر درلودلو ډېر حريص وي او هېڅ وخت بې اودسه پاتې نشي او بې اودسه ويده نشي.
۱۰- معتکف بايد د سنتونو پر تطبيق، د حق او صبر پر وصيت، پر امر بالمعروف او نهي عن المنکر، پر نصيحت او تذکر او په نيکو کارونو کې له نورو سره پر مرسته کولو ډېر حريص وي.
هغه شيان چې معتکف بايد ځان ورڅخه وساتي:
۱ـ مسجد ته دې ورته ډېر ملاقات کوونکي نه راځي ځکه دا کار د دې سبب کېږي چې دی دې عبادت لږ وکړي او ډېر وخت دې په مجلس او بانډار کې ورباندي تېر شي.
۲- په تيليفون دې ځان ډېر نه مصروفوي يوازې دې د ضرورت د رفع کولو په اندازه ترې ګټه پورته کړي.
۳ـ ډېر خوراکونه دې پر ځان نه راکوټه کوي ځکه دا کار د دې سبب جوړېږي چې دی دې ډېر خوراک وکړي او د ډېر خوراک نو بيا ځان ته ډېر تاوانونه دي.
۴ـ خوب دې ډېر نه کوي، له خوبه دې ژر را پاځېږي، څوک چې يې له خوبه ويښ کړي له هغه څخه دې مننه او تشکر وکړي او ورته دې غوصه نه کوي.
۵ـ وخت او فرصت دې نه ضايع کوي بېله عباداتو دې بل په هېڅ شي ځان نه مصروفوي.
۶ـ داسې څوک دې په اعتکاف کې له ځان سره نه کېنوي چې د اعتکاف آداب نه مراعات کوي او د دې احتمال شته چې دی دې هم ورسره په تکليف شي او اعتکاف دې ورباندې خراب کړي.
منبع: تحف رمضانية.

ژباړه او وضاحت: مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *