سرمقالې

په سوډان کې د روانو شخړو په اړه د اسلامي هېوادونو چوپتيا !

سوډان يو اسلامي هېواد دی،چې په افريقا کې موقعيت لري،خو له بده مرغه چې دغه ښکلی او سمسور هېواد، د غربي ښکيلا کګرو د لاسوهنو له امله په دوو بېلابېلو برخو تجزيه او هغه ساحې چې د ځمکې لاندې بېلا بېل معدني زخيرې د هغوی اجنټانو ته وسپارل شوې او د جنوبي سوډان په نوم يې ځانګړی هېواد رامنځ ته کړ او نن بيا په کې د همدغو استعماري طاقتونو له لوري مستقيمه او غير مستقيمه لاسوهنه يو ځل بيا د خپلمنځي جګړو په اور کې سوځي. هغوی چې دغه اورته لمن وهي او په لسمون يې دغه جګړه پيل شوې، د ټول مسلمان امت له خوا يې غندنه کېږي او د اسلامي هېوادونو له زمامدارانو څخه دا غوښتنه کوي چې دوی ولې لاس تر زنې ورته ناست دي او په دې اړه يې هېڅ اقدام نه دی کړی. آيا دوی د يو مسلمان په توګه دا مکلفيت نه لري چې د دوو مسلمانانو په منځ کې مداخله وکړي او د روغې، جوړې او سولې په ټينګښت کې مؤثر رول ولوبوي. څرنګه چې امريکا او اروپا بېلا بېل براعظمونه دي هغوی د مسلمانانو د ځپلو پر خلاف خپلو کې سره يو کېدای شي،خو په ګاونډ کې يو مسلمان له بل مسلمان سره د مسلمانانو په توګه چې د يوه وجود حيثيت لري نه شي يو ځای کېدای ترڅو خپل ځانونه او خاوره د نورو له اسارت او غلامۍ وژغوری، پښتو متل دی چې وايې له يوه لاسه ټک نه خېژي يا په بل عبارت د لاس ګوتې چې يوه يوه وي ماشوم هم کولی شي ما ته يې کړي خو کله چې همدغو يوه يوه ګوته راټوله کړي نو سوک ترې جوړ شي، چې د خلکو خولې ماتوي! د سوډان يو پخواني ولسمشر به بهرنۍ څپلۍ نه پښوکولې هغه دا احساس درلود چې ولې د يوه بهرني هېواد جوړې څپلۍ په پښو کړي او په دې هوډ سره يې خپل ملت او اسلامي امت ته دا احساس ورکاوه چې دوی هم بايد علم حاصل کړي ترڅو د خپلې پوهې پرمټ په کور د ننه داسې شيان جوړ کړي چې موږ يې نورو هېوادونو ته صادر کړو چې په دې ترتيب سره وکولی شو د نړۍ د پرمختللو هېوادونو سره د سيالۍ جوګه شو او دارنګه په اقتصادي، زراعتي، ساينسي، طبي، تجارتي، فرهنګي او داسې نورو برخو کې په خپلو پښو ودرېږو او خپل استقلاليت تل وساتو. هغه د همدغو مفکورې په درلودلو سره د ښکيلا کګرو هېوادونو د دسيسو ښکار او له صحنې لري کړای شو. نن هم که واکمن مسلمانان د استعمار په خطرناکو توطيو ځان پوهه نه کړي پايله به يې هم د عراق، ليبيا، سوډان، يمن، سوريې او نورو اسلامي هېوادونو په څېروي هيله ده چې نور وېښ ځانونه په ويدو ونه وهي او له دغه زرين چانسه د مسلمانانو د وحدت په اړه اعظمي ګټه پورته کړي او د غفلت له خوبه راپورته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *