افغانستان

په عینک کې کشف شوي تاریخي اثار ملي موزیم ته وسپارل شول

لسګونه قلمه تاریخي اثار، چې د لوګر ولایت د مس عینک په تاریخي سیمو کې کشف شوي وو د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل شول.
یاد تاریخي اثار، چې شمېر یې ۱۱۴ ته رسېده پرون په رسمي توګه د لرغون پېژندنې ریاست د استازي له لوري د ملي موزیم سرپرست زبیر عبادي ته وسپارل شول.
په دغو اثارو کې سفالي کوزې، سفالي څراغونه، د عقیقو مهرونه، د سپینو زرو او مسي سکې او نور شیان شامل دي، چې د کوشانیانو، ساسانیانو او یفتلیانو د دورو اړوند وو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راټول شوي ګڼ شمېر تاریخي اثار د افغانستان ملي موزیم ته سپارل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *