لیکنېمقالی اوتبصرې

په لويديځ کې د ښځې حیثیت اوپه اسلام کې يې اهمیت

ساجدالله عظمت

په اروپا او امریکا کې جینۍ پيدا کیږي، خو پلار نه پېژني.
د خپلې مور په کور کې پالل کیږي، خو آن هغې ته هم د دې پلار معلوم نه وي.
بیا لویه شي، آن اتلس کلنۍ ته ورسیږي، نو دا دوه اختیاره لري: چې له مور سره پاتې شي او د کور په کرایه کې ګډون ورسره وکړي. یا مور پريږدي او د خپل ملګري په کور کې ژوند و ژواک وکړي.
او دا طبيعي ده چې د خپل یار په کور کې به له څه ورکړې پرته نه اوسیږي او خپل جسد و بدن به په بشپړ ډول هغه ته ورکوي، څو ورسره پاتې شي.
بیا له یوه ملګري بل ته ځي، څو واده وکړي.
او پای کې همدا سناریو تکراریږي…
تر دې چې عمر یې زیات شي او د هیڅ اولاد یې نه وي.
او د دې یوازینی هستوګنځی د خوارو بېوزلو او یا د زړو بوډاګانو هستوګنځی وي.
خو:
مسلمانه ټولنه کې چې ماشومه پيدا شي، مور او پلار يې پرې خوښ وي، نیا و نیکه یې هم خوښي کوي، ترونه او ماماګان یې پرې وياړي.
هغه لوییږي، د خپل مور و پلار تر پالنې او پاملرنې لاندې وي.
او کله چې د واده وخت راورسیږي، د هغې د ریبارۍ لپاره ځوانان او د هغو خپلوان راځي.
پلار د ځوان په اړه پوښتنې کوي، تر څو مناسب خاوند ورته پيداکړي، چې د دې ساتنه او پالنه وکړي.
بیا دا ماشومان (اولاد) پيدا کوي او په ښه ډول یې روزي او همدا سناریو تکراریږي…
د نوموړې عمر چې زیات شي نو اولاد یې د دې په خدمت کولو او هغې ته په ځانګړې پاملرنه کې یو تر بله سیالي کوي.
او مونږ ته (کوم فلسفي) راځي او وايي: ښځه په اسلام کې په کور کېنول شوې ده. پر هغې ډېر بندیزونه لګول شوي، بیا نوموړی کوږ فلسفي د ښځو د حریت او ازادي غوښتنه کوي.
اې وروسته پاتو! آيا تاسو دا حریت ګڼئ چې ښځه د لوبو سامان وي، له سړیو څخه چې د هر یو خوښه شي، لوبې پرې وکړي.
او يا دا چې د ټولنې ړنګولو لامل وګرځي، پر ځای د ډې چې نوموړې د هغې ټولنې د ویښولو سبب شي.
اسلام کې د ښځو حقوق بشپړ دي، الله جل جلاله د هغو ضمانت کړی. هغه په ډې ډول چې ښځې د ساتل شوې ملغلرې غوندې ګرځول شوې دي، هغه ملغلرې له حقدار کس پرته بل څوک نشي راخیستلی.
الله سبحانه وتعالی هغې ته په حجاب (ستر) سره پټ، عزت او درنښت وربښلی.
الله جل جلاله هغه د ټولنې د بیدارولو لامل ګرځولې ده، څو یوه غوره ټولنه جوړه کړي، چې د ښایسته ښکلیو خویونو خاونده وي.
اې الله جل جلاله پر مونږ د ښځو او د مسلمانانو د ښځو حفاظت او ساتنه وکړې!
زمونږ عزت خوندي وساته او د مسلمانانو ناموسونه هم خوندي لره!
اې رب العلمینه! له هغو کسانو څخه مو مه ګرځوه چې د هغوی سعی، هڅه او کوښښ ضایع شوی او له منځه تللی دی او هغوی داسې انګیري چې دوی نیکي کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *