افغانستان

په لوګر کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لوګر د څلورمې پلې لوا مسوولین وایي، چې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د څلورمې پلې لوا ویاند مولوي عمران باختر آژانس ته وویل، چې تېره ورځ د دغه ولایت مرکز ته اړوند التمور سیمې کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه او دوه تنه نور يې ټپیان شوي دي.
عمران زیاته کړه، چې دغه مرمۍ له پخوا څخه په سیمه کې لوا ته څېرمه پاتې شوې وه، چې په ماشومانو باندې یې د بوټو ټولو پرمهال چاودنه کړې ده.
د نوموړي په خبره د دغه پېښې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *